په بنو کې وسلوالو ۱ پولیس وژلی او لکي مروتو کې وسلوالو د مساپرو بس لوټلی دی

په لکي مروتو کې پولیس پر سړک ګزمه کوي - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا په بنو او میرلي کې په دوو پېښو کې یو پولیس وژل شوی او یو ماشوم ژوبل دی او په لکي مروتو کې وسلوالو یو مساپر لېږدوونکی بس لوټلی دی.

د بنو پولیسو د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د جنورۍ پر ۱۸مه شپې مهال په هوېد سیمه کې پولیس پر پوستې تر دندې ترسره کولو وروسته کور ته پر لاره وو چې پر موټرسایکل سپرو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې او هم هلته یې وواژه.

بیان وايي، وسلوال تر برید وروسته تښتېدلي دي.

په همدې حال کې د لکي مروتو د پولیسو ویاند د جنورۍ پر ۱۹مه مشال راډيو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۸مه شپې مهال وسلوالو په دلوخېلو کې له بنو څخه لاهور پر لاره یو مساپر لېږدوونکی بس لوټلی دی.

قدرت الله وايي، وسلوالو بس پر سړک درولی او پکې یې له سپرو کسانو څخه پیسې، موبایل ټېلېفونونه او نور ګرانبیه شیان وړي دي.

پر ټولنیزو شبکو د بس د لوټلو ویډیوګانې هم خپرې شوې دي چې پکې مساپر وايي چې وسلوالو په بس کې پر ناستو کسانو تشدد هم کړی دی. مشال راډیو په خپلواکه توګه د هغو ویډیوګانو کره والی نه شي تاییدولای.

پولیس وايي، د "ناپېژندلیو وسلوالو" پرضد یې مقدمه دایره کړې او پلټنې کوي.

د بنو او لکي مروتو د پېښو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

اخوا د شمالي وزیرستان د میرلي اوسېدونکي وايي، د جنورۍ پر ۱۸مه په حسوخېلو کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې یو ماشوم ژوبل شوی دی چې ځايي روغتون ته یې لېږدولی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې ډرون برید چا کړی دی ځکه چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې امنیتي ځواکونه او وسلوال دواړه پر یو بل د ډرونونو حملې کوي چې اکثر پکې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوړي.

انتظامیې هم لا د هغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.

د جنورۍ پر ۱۸مه وسلوالو د کواټ (کوهاټ) په نصرت خېلو کې یو تاڼېدار وواژه. تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۴مه شپې مهال په خدري مامندخېلو سیمه کې وسلوالو يو ځايي وګړی او د بنو په ترنګ قبرستان کې د څارویو یو ډاکتر وواژه.

داراز، په تېرو کلونو کې د صوبې په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې د وسلوالو پرضد پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولیو) لسګونه بریدونه شوي چې پکې اکثر مرګژوبله اوړي.

د هغو سیمو اوسېدونکو په نښتو او د وسلوالو پر ضد په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پر ضد څو ځلې مظاهرې کړې دي.

بل پلو حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د ځان او مال ساتنې ته ژمن دي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.

پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. پوځ د جنورۍ پر ۱۰مه په یو بیان کې دعوه وکړه چې د همدې میاشتې پر اتمه یې په شمالي وزیرستان او کورمه کې په هدفي عملیاتو کې ۱۱ مشکوک وسلوال وژلي دي.