مولانا فضل الرحمان وايي د انتخاباتو په اړه له تحریک انصاف سره مذاکرات نه کوي

مولانا فضل الرحمان په خپلو خبرو کې د سپریم کورټ وروستۍ پرېکړه هم رد کړه - پخوانی انځور.

د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره له مذاکراتو انکار کړی دی او ويلي يې دي چې د عدالت "جبري پرېکړه" نه مني.

نوموړي د اپرېل پر ۲۰مه په ډېره اسماعيل خان کې خبري غونډې ته وويل چې د ټاکنو په اړه په وفاقي اېتلافي حکومت کې د شاملو ګوندونو دريځ واضح دي خو عدالت دې خپل دريځ روښانه کړي.

پي ډي اېم او یوشمېر نور ګوندونه اوسمهال د پاکستان په وفاقي اېتلافي حکومت ورګډ دي.

فضل الرحمان وويل چې د هېواد ستره محکمه غواړي چې عمران خان د پاکستاني سياست محور وګرځوي.

مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په سپريم کورټ کې د اپرېل پر ۱۹مه د انتخاباتو د قضیې د اورېدنې پرمهال چيف جسټس عمر عطا بنديال د سياسي ګوندونو پر مشرانو غږ کړی وو چې د انتخاباتو د نېټي لپاره دې مذاکرات وکړي او عدالت ته دې حاضر شي.

خو د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان په خبري غونډه کې وويل چې په اېتلافي حکومت کې شامل ټول ګوندونه او پارلېمان د عدالت پر هغې درې کسیزه جرګګۍ باور نه لري نو ځکه نه ورحاضرېږي.

بلخوا د تحريک انصاف ګوند مرکزي عمومي سېکرټر اسد عمر د اپرېل پر ۲۰مه په ټوېټر ليکلې چې سپريم کورټ حکومت ته اخري موقع ورکړې چې د ايين په چوکاټ کې دننه سياسي حل پیدا کړي.

عمر زیاته کړه چې د مذاکراتو له لارې د مسلو هواری د ملک او د واکمنو ګوندونو د سياسي مستقبل لپاره ښه دی.

په پاکستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د انتخاباتو د نېټې پر سر ناندرۍ روانې دي او په وروستیو کې پر دې موضوع د حکومت او سپریم کورټ ترمینځ اختلافات ژور شوي دي. دا تر هغې وروسته ده چې د اپرېل پر څلورمه د پاکستان سپریم کورټ درې کسیزه جرګګۍ تر اکتوبره په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلیو انتخاباتو په اړه د انتخاباتي کمېشن پرېکړه رد کړه.

انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۲۲مه اعلان وکړ چې د پیسو نه شتوالي او خراب امنیتي وضعیت له امله ټاکنې د اکتوبر تر اتمې ځنډوي. کمېشن داراز د مارچ پر ۲۹مه اعلان وکړ چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ټاکنې هم د اکتوبر پر اتمه کوي.

دا هم وګورئ:

مولانا فضل الرحمان د سپریم کورټ وروستۍ پریکړه ''عدالتي مارشل لا'' بللې دهد پاکستان پارلمان په ملک کې پر یوه وخت د انتخاباتو منظوري ورکړه قامي اسمبلۍ د انتخاباتو په اړه د سپریم کورټ ۳ کسیزې جرګګۍ پرېکړه رد کړهسپریم کورټ په پنجاب کې د مې پر ۱۴مه د صوبايي انتخاباتو امر وکړعمران خان وايي که حکومت اقتصادي بحران هوارولای شي نو تر اکتوبره به انتخاباتو ته انتظار وکړي

په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې دا مهال نګران حکومتونه دي. د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه شوې وه.

د پاکستان حکومت د سپریم کورټ د درې کسیزه جرګګۍ پرېکړه رد کړې وه او پرضد یې قامي اسمبلۍ پرېکړه لیک هم منظور کړی وو.

تر دې وروسته د اپرېل پر ۱۰مه د پارلېمان د دواړو جرګو یعنې قامي اسمبلۍ او سېنېټ ګډې غونډې یو قرارداد منظور کړ چې پکې راغلي ول چې په ملک کې د اقتصادي ثبات لپاره سياسي ثبات ضروري دی نو ځکه دې د ټولو اسمبلیو ټاکنې له ایین سره سمې د نګران حکومت تر څارنه لاندې ترسره شي.

د پاکستان وفاقي حکومت دريځ لري چې په اوس وخت کې د خرابو اقتصادي حالاتو او ناامنیو له کبله انتخابات نه شي کېدای. د چارواکو په وينا، له همدې امله بايد د قامي او څلورواړه صوبو اسمبلیو انتخابات د روان کال په اکتوبر کې وشي.