ایران او امریکا روانه اونۍ د عمان په مینځګړتوب د خبرو درېیم پړاو پیلوي

پولیس په جېنیوا کې د عمان د سفیر کور مخې ته، چې په اړه یې فکر کېږي چې پکې د امریکا او ایران استازو ترمینځ خبرې شوې وې، پهره کوي - د فبرورۍ ۱۷مې انځور.

ټاکل شوې چې د عمان په مینځګړتوب د ایران او امریکا ترمینځ د مذاکراتو بل پړاو د فبرورۍ پر ۲۶مه په جېنیوا کې پیل شي.

په داسې حال کې چې ایرانی حکومت د هېواد دننه له زیاتېدونکي مخالفت او پر نړیوال کچ د امریکايي برید د ګواښونو له لامله له فشار سره مخامخ دی، تهران په راتلونکې اونۍ له امریکايي استازو سره د خبرو اترو درېیم پړاو ته چمتوالی ښوولی دی.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعيدي د فبرورۍ پر ۲۲مه وویل، د روانې میاشتې پر ۲۶مه په جېنیوا کې په پیلېدونکو خبرو کې به د ایران د اټومي پروګرام پر سر موافقې ته ژر تر ژره د وروستۍ بڼې یا شکل ورکولو لپاره په مثبت ډول هڅې وشي.

په همدې حال کې تهران هم د فبرورۍ پر ۲۶مه په جېنیوا کې د خبرو وړاندیز کړی دی خو امریکايي چارواکو لا په دې اړه څه بیان نه دی ورکړی.

واشنګټن پر تهران فشار راوړي چې د اټومي پروګرام د محدودولو لپاره موافقه وکړي. امریکا، اسراییل او نور غبري هېوادونه تور پورې کوي چې ایران د اټومي وسلو جوړولو هڅه کوي.

خو تهران په بیا بیا ویلي چې پروګرام یې سوله ییز دی او د برېښنا (بجلۍ) پیداوار په ګډون د ملکي موخو لپاره دی.

په جېنیوا کې دا خبرې پر داسې مهال کېږي چې د امریکايي ولسمشر ځانګړي سلاکار سټیف وېټکوف ويلي چې ډانلډ ټرمپ پوښتنه لري چې ایران اخر "ولې نه تسلمېږي؟"

نوموړي له امریکايي ټېلېوېژن فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل چې ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې د ایران د دریځ په اړه تلوسه لري چې د تړون نه کولو په صورت کې یې هغه هېواد ته د ناوړه عواقبو دړکه ورکړې ده.

ولسمشر ټرمپ ويلي چې ایران ۱۵ ورځې وخت لري چې د خپل اټومي پروګرام د پیل په اړه موجودو اندېښنو ته ځواب ووايي.

د ایران او امریکا استازو روانه میاشت په مسقط او جېنیوا کې دوه ځلې مذاکرات کړي دي چې لا یې نتیجه نه ده ورکړې خو دواړو خواوو پکې د پرمختګ خبر ورکړی وو.