د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتونیو ګوتېرش د امریکا او ایران پر کړکېچ زیاتېدو اندېښنه ښوولې ده

 انتونیو ګوتېریش د امريکا او ایران ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره د سفارتي خبرو اترو غوښتنه کړې ده. (انځور: ارشیف)
انتونیو ګوتېریش د امريکا او ایران ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره د سفارتي خبرو اترو غوښتنه کړې ده. (انځور: ارشیف)

د ملګرو ملتونو سرمنشي د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېریش وياند سټیفن دوجاریک د فبرورۍ پر ۲۰ په نيويارک کې یوې خبري غونډې ته وويل چې عمومي منشي د امريکا او ایران ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره د سفارتي خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

دا له هغه وروسته ده چې د فبروۍ پر ۱۹مه د ملګرو ملتونو لپاره د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني عمومي منشي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا رییس ته په رسمي لیک کې ويلي دي چې ایران د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې د ځان د دفاع لپاره د خپل ذاتي حق کارولو ته چمتو دی.

د ده په خبره د هر ډول پوځي تیري په وړاندې د پرېکنده او متناسب ځواب ژمنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د فبرورۍ پر ۱۶مه په یو بیان کې ویلي وو چې د ایران د اټومي پروګرام پر سر د معاملې نه ترسره کېدل به پوځي برید ته لاره هواره کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کیرولین لیوېټ د فبرورۍ پر ۱۸مه وویل، "ایران به ډېر هوښیار وي که د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره یوه هوکړه وکړي."

دا تر هغې وروسته ده چې فبرورۍ پر ۱۷مه د سوېټزرلینډ (سوېس) په جېنیوا کې د عمان په مینځګړتوب د دواړو هېوادونو د استازو ترمینځ د نامستقیمو خبرو دویم پړاو بې له نتیجې پای ته ورسېد.

لیوېټ خبریالانو ته وویل، په مذاکراتو کې یو څه پرمختګ شوی خو دواړه خواوې لا هم "په ځینو موضوعاتو کې ډېرې سره لېري دي."

XS
SM
MD
LG