د لاسرسي ځای

تازه خبر

ويټکاف: امريکايي ځواکونه "د قوت له لارې د سولې پر ځای کولو پېغام" لېږدوي

د امريکايي ولسمشر ځانګړی سلاکار سټيو ويټکاف له جنګي بېړۍ د لېدني په مهال
د امريکايي ولسمشر ځانګړی سلاکار سټيو ويټکاف له جنګي بېړۍ د لېدني په مهال

د امریکايي ولسمشر ځانګړي سلاکار سټيو ويټکاف او د ډانلډ ټرمپ زوم جېریډ کوشنر د فرورۍ پر اوومه په عرب سمندرګي کې ولاړې د امریکا د جنګي بېړۍ کتنه کړې ده.

ويټکاف تر دې کتنې وروسته، پر اېکس ليکلي چې دوی د یو اېس اېس ابراهام لنکن په نوم د جنګي بېړۍ له سمندري سرتېرو، بېړۍ چلوونکو، برېدکوونکې ډلې او د هوايي ځواک کېريير ايير وينګ ۹ سره وليدل. نوموړي زیاته کړه چې هغه امريکايي ځواکونه امریکا خوندې کوي او "د قوت له لارې د سولې پرځای کولو" په اړه د ولسمشر ټرمپ پیغام ساتي.

دوی دا کتنه تر هغې وروسته کړې چې د امریکا او ایران مرکچیانو د فرورۍ پر شپږمه په عمان کې مذاکرات وکړل چې ولسمشر ټرمپ "ډېر ښه" بللي دي. تر هغو خبرو وروسته، ټرمپ خبریالانو ته ويلي چې ایران ډېر زیات لېواله دی چې يو جوړجاړي ته ورسېږي، خو امریکا به د معاملې څرنګوالی ګوري.

دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې د امريکايي پوځيانو او جنګي بېړیو شتون زیات شوی او هغه اندېښنې هم ډېرې شوې چې ښايي امریکا پر ایران حمله وکړي. د تهران او واشنګټن تر مذاکراتو مخکې، ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی وو چې که خبرې ښې نه وي، نو بدې نتيجې مخې ته راتللی شي.

XS
SM
MD
LG