د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران یو شمېر اصلاحات غوښتونکي سیاستوال نیولي

په ایران کې د ۲۰۲۵م کال د ډېسېمبر له ۲۸مې د ګرانۍ ضد مظاهرې پیل شوې چې وروسته په حکومت ضد احتجاج بدلې شوې.
په ایران کې د ۲۰۲۵م کال د ډېسېمبر له ۲۸مې د ګرانۍ ضد مظاهرې پیل شوې چې وروسته په حکومت ضد احتجاج بدلې شوې.

په ایران کې تر حکومت ضد مظاهرو وروسته یو شمېر اصلاح غوښتونکي سیاستوال نیول شوي دي.

د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې د ایرانیو رسنیو په حواله لیکلي دي چې د فېبررۍ پر اتمه او نهمه ابراهیم عسکرزاده، محسن امین زاده، ازر منصوري او جاوید امام نیول شوي دي. دوی د اصلاح غوښتونکې جبهې د ایتلاف غړي دي.

خو دا تر اوسه نده معلومه چې د ایران حکومت دا څلور سیاستوال په کوم تور نیولي دي.

د ایران له عدلیې سره تړاو لرونکي میزان خبري اژانس د فبرورۍ پر نهمه لیکلي ول چې له “صیهوني رژیم او د امریکا د ګټو لپاره فعال عناصر” نیول شوي دي. اژانس په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.

میزان تور پورې کړی دی چې دغو څلورو سیاستوالو د وروستیو مظاهرو پر مهال د ایران پر ضد د تورونو په لګولو او د ناسمو په خپرولو سره ملي یووالي ته تاوان رساوه نو ځکه نیول شوي دي.

په ایران کې د ۲۰۲۵م کال د ډېسېمبر له ۲۸مې د ګرانۍ ضد مظاهرې پیل شوې چې وروسته په حکومت ضد احتجاج بدلې شوې.

د بشري حقونو ډلې وايي چې د مظاهرو پرمهال په زرګونه کسان وژل شوي دي. له هغې راهیسې حکومت د مشهورو فعالانو او سیاسي څهرو د ګرفتاري پراخ کمپاین پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG