د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي فکر نه کوي چې ايران به هغه پایلې وغواړي چې له واشنګټن سره د يوې موافقې نه کولو په صورت کې مخې ته راتللی شي.
ټرمپ د فبرورۍ پر ۱۶مه خبریالانو سره په خبرو کې د خپل هغه ګواښ په اړه نور وضاحت ورنکړ. البته هغه زیاته کړه چې په سويټزرلینډ کې د امریکايي او ايراني چارواکو خبرې ډېرې مهمې دي چې دې به پکې په غیرمستقیم ډول ګډون ولري. دا خبرې د فبرورۍ پر ۱۷مه شروع شوې دي.
د دواړو غاړو ترمنځ د مذاکراتو لويه برخه د ايران ايټمي پروګرام دی. له امريکايي چارواکو سره تر خبرو مخکې، د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د ملګرو ملتونو د ايټمي انرژۍ د ادارې له مشرسره خبرې کړې وې. عراقچي زیاته کړې وه چې غواړي د جېنېوا د خبرو په پایله کې په انصاف ولاړ جوړجاړی وشي.
دا په داسې حال کې ده چې امريکا ايران ته نیږدې دوه جنګي بېړۍ لېږلي دي. ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې هم خبرداری ورکړی وو چې که ایران موافقې ته غاړه کېنږدي نو له بدو پايلو سره به مخ شي.