د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عمان کې د ایران او امریکايي چارواکو ترمینځ مذاکرات پیل شوي دي

د امریکا ځانګړی استازی سټیف وېټکوف (له ښي لوري دویم) په مسقط کې د عمان له بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعيدي سره ستړي مه شي کوي - د فبرورۍ شپږمې انځور.
د امریکا ځانګړی استازی سټیف وېټکوف (له ښي لوري دویم) په مسقط کې د عمان له بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعيدي سره ستړي مه شي کوي - د فبرورۍ شپږمې انځور.

د امریکا او ایران چارواکي په داسې حال کې د عمان په مسقط کې خبرې پیل کړي دي چې واشنګټن خپلې جنګي بېړۍ له هغه هېواد سره په شاوخوا اوبو کې ځای پر ځای کړې دي.

د فبرورۍ شپږمې په مهمه غونډه کې د امریکايي پلاوي مشري د ولسمشر ډانلډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیف وېټکوف او د ایراني پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي کوي.

د خبرو د اجنډا جزییات لا هم نه دي څرګند شوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کیرولین لیوېټ د فبرورۍ پر پینځمه خبریالانو ته وویل، په داسې حال کې چې د واشنګټن او تهران ترمینځ مذاکرات کېږي، ایراني رژیم ته دا په ګوته کول غواړي چې ولسمشر ټرمپ د ډېپلوماسۍ ترڅنګ د نورو چارو استعمالولو اختیار هم په لاس کې لري.

ټرمپ د فبرورۍ پر څلورمه اېن بي سي ټېلېوېژن ته په مرکه کې ویلي ول چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي "باید ډېر اندېښمن و اوسي."

اخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې تهران دا مسوولیت لري چې په سیمه کې د امنیت او ټېکاو لپاره د ډېپلوماسۍ هېڅ موقع ضایع نه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي (په مینځ کې) په مسقط کې له امریکايي پلاوي سره د لیدو لپاره روان دی - د فبرورۍ شپږمې انځور.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي (په مینځ کې) په مسقط کې له امریکايي پلاوي سره د لیدو لپاره روان دی - د فبرورۍ شپږمې انځور.

د دواړو هېوادونو چارواکي پر داسې مهال له یو بل سره ګوري چې په تېرو ورځو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د سعودي عرب او مصر د سفر پر مهال د هغو هېوادونو له چارواکو سره د ایران په اړه خبرې وکړې.

نوموړي د فبرورۍ پر پینځمه هېواد ته د ستنېدو پر مهال خبریالانو ته وویل، پوره هڅه کوي چې د امريکا او ایران ترمینځ ترینګلتیا په سیمه کې د نوې شخړې او ګډوډۍ د پراختیا سبب نه شي.

په همدې حال کې ټرمپ خبرداری ورکړی دی چې که خبرې بې نتیجې شي نو ښايي ناوړه پایلې ولري.

بلخوا ايران وايي که له هېواد سره یې سم چلند وشي نو د اټومي پروګرام په اړه موافقې ته رسېدلی شي.

په ایران کې د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ او تومان ارزښت ټیټېدو خلاف مظاهرې پیل شوې چې وروسته په حکومت ضد احتجاجونو بدلې شوې او پکې د بشري حقونو د ډلو په وینا زرګونه کسان ووژل شول.

ټرمپ د هغو مظاهرو پر مهال هم څو ځلې ایران ته خبرداري ورکړل او دا یې هم وویل چې وخت راغلی چې په هغه هېواد کې نوي مشران د واک پر ګدۍ کښېني.

تر دې مخکې خامنه يي هم پر ټرمپ مستقیمې نیوکې کړې وې او وروستۍ مظاهرې یې "د امریکايي فتنې" په نوم یادې کړې او و یې ویل چې "حساب یې باید له امریکا سره وشي."

همدا لامل دی چې په تېرو اوونیو کې د دواړو هېوادونو ترمینځ ترینګلتیا لا زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG