شمالي وزيرستان کې ډرون او د هاوان مرميو ۸ کسان ژوبل کړي دي

شمالي وزيرستان کې پوځيان د وسلوالو خلاف د عملياتو لپاره روان دي - انځور له ارشيفه

د شمالي وزیرستان د میرلي اوسېدونکي وايي چې په موسکي کلي کې په ډرون برید کې اووه کسان ژوبل شوي دي.

هغوی د جنورۍ پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل چې بريد د جنورۍ پر ۲۱مه پر يو ځايي دوکان شوی دی چې پکې یو سړی او شپږ ماشومان ژوبل شول.

د میرلي اوسېدونکو رستم خان، مشاهد او حسین الله وویل، بريد په داسې وخت کې وشو چې په هغه سيمه کې د پوځ او وسلوالو ترمينځ نښتې روانې وې.

دوی وايي، هلته له دوکان سره نېږدې په جومات کې وسلوال موجود ول چې امنیتي سرتېرو ورباندې د ډرون برید هڅه وکړه خو هغه له دوکان سره نېږدې پرېوت چې پکې دوکاندار او شپږ ماشومان ژوبل شول.

د میرلي روغتون چارواکو مشال راډيو ته وویل چې ماشومان برسېرن ټپیان ول چې تر لومړنۍ درملنې وروسته یې فارغ کړل، خو دوکاندار سخت ژوبل وو چې د نورې درملنې لپاره بنو ته لېږدول شوی دی.

د سیمې د اوسېدونکو په وينا، د جنورۍ ۲۲مې پر سهار هم په ميرلي بازار کې وسلوالو او امنيتي سرتېرو پر یو بل ډزې کړې دي.

هغوی زياته کړه چې د نښتو پر مهال ډرونونه او د هاوان مرمۍ هم کارول شوې دي چې پکې یې د حسوخېلو یو اوسېدونکی ژوبل شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

انتظامي او پوځي چارواکو لا د هغو پېښو، پکې د ولسي وګړو د ژوبلېدو او د سیمې د اوسېدونکو دعوو په اړه څه نه دي ویلي.

په خيبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم په ورته ډول د هاوان مرميو او ډرون بريدونو ولسي خلکو ته مرګژوبله اړولې ده چې خلکو یې پر ضد وخت په وخت احتجاجونه هم کړي دي.

د جنورۍ پر ۲۰مه په اورکزیو ضلع کې د هاوان مرمۍ (مارټر ګولې) لګېدو په پېښه کې درې کسان ژوبل شوي ول.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.

له دې سره په تېرو کلونو کې د صوبې په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې د وسلوالو پرضد پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولیو) لسګونه بریدونه شوي چې پکې اکثر مرګژوبله اوړي.

د هغو سیمو اوسېدونکو په نښتو او د وسلوالو پر ضد په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پر ضد څو ځلې مظاهرې کړې دي.

بل پلو حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د ځان او مال ساتنې ته ژمن دي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.

پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.