د خیبر پښتونخوا په اورکزو ضلع کې د هاوان مرمۍ (مارټر ګولې) لګېدو په پېښه کې درې کسان ژوبل شوي دي.
د اورکزو د ډبوري تاڼې مشر (اېس اېچ او) عبدالوهاب رسنيو ته ويلي دي چې د هاوان مرمۍ په بادام کلي کې د کرکټ په یوه لوبغالي کې لګېدلې ده چې درې ځوانان یې ژوبل کړي دي.
پولیس وايي، ژوبل کسان د درملنې لپاره پېښور ته لېږدول شوي او د پېښې پلټنه کوي.
په اورکزو کې تر دې وړاندې هم په ورته ډول د هاوان مرميو لګېدو له وجې ولسي خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده چې خلکو یې پر ضد وخت په وخت احتجاجونه هم کړي دي.
له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه او له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې خورا زیاتې شوې دي.
له دې سره په تېرو کلونو کې د صوبې په جنوبي ضلعو او قبايلي سيمو کې د وسلوالو پرضد پر ولسي وګړو او کورونو ډرون بريدونه او د هاوان مرميو (مارټر ګولیو) لسګونه بریدونه شوي چې پکې اکثر مرګژوبله اوړي.
د هغو سیمو اوسېدونکو په نښتو او د وسلوالو پر ضد په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پر ضد څو ځلې مظاهرې کړې دي.
بل پلو حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په عملیاتو کې د ولسي وګړو د ځان او مال ساتنې ته ژمن دي.
په همدې حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.
پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.