د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره وايي له تيرا د خلکو د نومليکنې او وتلو پروسه روانه ده

د کډوالو د نومليکنې مرکز وايي د کډوالو اندراج د معمول مطابق روان دی او که څوک کډه کول غواړي نو کولای شي.

په خيبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره (پي ډي اېم اې) وايي، د پوځي عملياتو له امله د خیبر ضلعې له تيرا څخه د خلکو د نومليکنې او وتلو پروسه روانه ده.

د خيبر ضلعې په پيندي چينې سيمه کې د تيرا کډوالو د مرکزي نومليکنې د مرکز مشر او د پي ډي اېم اې ځايي چارواکي اصف زېب د جنورۍ پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې د کډوالو اندراج د معمول مطابق روان دی او که څوک کډه کول غواړي نو کولای يې شي.

ده زیاته کړه، "په پيندي چينې کې د زخه خېلو او په باړه کې په څلورو پواينټونو بيا د دې نورو قبيلو رجسټرېشن روان دی."

د خیبر ضلعې له تیرا څخه د خلکو وتل د جنورۍ پر ۱۰مه په رسمي توګه د دې لپاره پیل شوي وو چې د پاکستان پوځ غواړي په هغه سیمه کې د وسلوالو پرضد عملیات وکړي.

خو پر یاده سیمه د زیاتو واورو ورېدو له امله پوځ خلکو ته د وتلو لپاره د جنورۍ ۲۵مه نېټه تر بل اعلان پورې ځنډولې وه.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

اېمل ولي خان وايي له تیرا "په زور" د خلکو ایستل نه مني

د خيبر ضلعې د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزې کمېټۍ مشر ملک کمال الدین اپرېدي د جنورۍ پر ۲۴ مشال راډيو ته وويل چې پوځي او انتظامي چارواکو ورته ويلي دي چې د واورو ورېدو او بارانونو له وجې لارې بندې شوې دي او خلکو ته په کډه کولو کې مشکلات دي نو ځکه دوی ورکړې نېټه تر نامعلوم وخته غځولې ده.

دا تر هغه وروسته ده چې د خیبر په تیرا میدان کې د بارانونو او واورو له امله له هغې سيمې د کډو ايستلو او نومليکنې لړۍ ځنډول شوې وه.

امنیتي او انتظامي چارواکو خلکو ته د وتلو لپاره ورکړې نېټه ځکه غځولې وه چې په تیرا میدان، نري بابا، دوه توی، پیندۍ چينې، ننګروسه او تختکي سیمو کې د زیاتې واورې ورېدو له کبله له هغو سیمو بار شوي خلک په لارو کې ایسار شوي ول.

د خیبر ضلعې د مرستندويه ادارې مرستیال کمېشنر ارشاد مومند د جنورۍ پر ۲۲مه په یو ویډیويي پيغام کې د تیرا پر اغېزمنو غږ کړی وو چې تر بل امر پورې دې خپل حرکت ودروي او د ده په وینا، "هلته دې خوندي ځایونو ته منتقل شي."

تر دې يوه ورځ وړاندې، د جنورۍ پر ۲۱مه د خیبر ضلعې له تیرا د یوې بې کوره شوې کورنۍ ګاډی کندې ته پرېوت چې په نتيجه کې يې دوه کسان ووژل شول او درې نور ژوبل شول.

خو په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې په داسې وخت کې له تیرا د خلکو د اېستلو دوام تایید کړی چې په یاده سیمه کې د لا نورو واورې وړاندوینه شوې وه.

په تیرا کې عملیاتو پر سر اختلافات

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي په وار وار په تیرا کې د پوځي عملیاتو مخالفت کړی او دا یې د پوځ له خوا په زور تپل شوي بللي دي.

نوموړي په بېلا بېلو ویناوو کې ویلي دي چې په صوبه کې تر دې وړاندې شویو پوځي عملیاتو هم هیڅ ګټه نه ده رسولې، نو دوی ځکه د دې ملاتړ نه کوي چې بیا دې خلک بې کوره کړل شي.

سهېل اپرېدي د جنورۍ پر ۲۵مه په سوات کې د وینا پرمهال دعوه کړې وه چې د پېښور کور کمانډر (قول اردو مشر) او د نیمه پوځي ځواک اېف سي صوبايي مشر د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټي "مجبوره کړه" او بیا یې "په زور خلک له کوره وایستل."

په قامي اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه ګوندونو او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم څو ځلې په خپلو ویناوو کې په تیرا کې د پوځي عملیاتو مخالفت کړی او له دې کبله یې پر مرکزي حکومت او پوځ "سختې نیوکې" کړې دي.

نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، "دا په خپله تر ټولو لویه ترهګري ده چې پر یو سیمه له زرګونو کلونو اباد خلک دې په زور بې کوره کړل شي."

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د جنوري پر ۲۴مه پر اېکس پاڼه دا دعوې "بې بنسټه" او پر "بد نیتۍ ولاړې" بللي او ویلي یې دي چې نه مرکزي حکومت او نه امنیتي ځواکونو له تیرا څخه د خلکو د کډو کولو حکم ورکړی دی بلکې دا امر صوبايي حکومت د ډېسېمبر په پای کې ورکړی وو او د کډوالو د مرستې لپاره یې څلور اربه روپۍ اعلان کړې وې.

تر دې وړاندې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د څانګې (ای ایس پي ار) مشر مشر جنرال احمد شریف چودري د جنورۍ پر شپږمه ویلي وو چې د پاکستان ايين پوځ ته اجازه ورکوي چې د وسلوالو پرضد د عملياتو په ترسره کولو "د هېواد او ولس دفاع باوري کړي."