د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا او افغانستان په ګڼو سیمو کې د نورې واورې وړاندوینه شوې


د پاکستان پوځ ویلي چې په تیرا کې یې له لارو د واورو په لرې کولو کې مرسته کړېده.
د پاکستان پوځ ویلي چې په تیرا کې یې له لارو د واورو په لرې کولو کې مرسته کړېده.

په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې (پي ډي ایم اې) ویلي چې د صوبې د نورو سیمو په ګډون د خیبر په تیرا کې هم د لا نورې واورې وړاندوینه شوې ده.

یادې ادارې د جنورۍ پر ۲۵ نیټه په خپره کړې خبر پاڼه کې د موسمیاتو محکمې له خولې لیکلي چې د جنورۍ له ۲۵مې تر ۲۷مې نیټې د مغربي هواګانو یوه نوې څپه د خیبر پښتونخوا یو شمیر برخې متاثره کولای شي.

د خیبر ضلعې د مرستیال کمشنر د دفتر ویاند انس خان مشال راډیو ته ویلي چې د صوبې په دې سیمو کې د خیبر ضلع او په ځانګړې توګه تیرا هم شامله ده.

نوموړي وویل، دې موسمي حالت ته په کتو د تیرا کډوال هم متاثره کیدای شي. د ده په وینا، هغوی ته په کار ده چې په دې ورځو کې له وتلو ډډه وکړي او په خوندي ځایونو کې پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو په تیرا کې د شوې واورې له کبله د هغې سیمې خلکو ته د وتلو لپاره ورکړی وخت په داسې حال کې تر نامعلومې نېټې غځولی دی چې د جنورۍ پر ۲۵مه پای ته رسېدی.

د خيبر ضلعې د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټۍ مشر ملک کمال الدین اپرېدي د جنورۍ پر ۲۴ مشال راډيو ته وويل چې پوځي او انتظامي چارواکو ورته ويلي دي چې د واورو ورېدو او بارانونو له وجې لارې بندې شوي دي او خلکو ته په کډه کولو کې مشکلات دي نو ځکه دوي ورکړې نېټه تر نامعلوم وخته غځولې ده.

دا له هغه وروسته ده چې د خیبر په تیرا میدان کې د بارانونو او واورو له امله له هغې سيمې د کډو ايستلو او نومليکنې لړۍ ځنډېدل شوې وه.

د خیبر ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) شاهد بلال راو د جنورۍ پر ۲۲مه ناوخته مشال راډیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي وو چې د اعلاوزیر سهېل اپرېدي په امر یې په تیرا کې له واورو او بارانونو د اغېزمنو خلکو د ژغورلو چارې پیل کړې دي.

بيان زياته کړې وه چې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام صوبايي ادارې د اغېزمنو لپاره په کمبلو، بړستونو، میټرسو، خېمو، ترپالونو او د ماشومانو لپاره په تودو جامو بار ۱۲ ګاډي تیرا ته استولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي وو چې د مرستندویه او ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ګڼ کارکوونکي او مشینري یې په تیرا کې د واورې له کبله د اغېزمنو ژغورلو ته لېږلي دي.

افتاب شېرپاو: د تیرا عملیاتو لپاره وخت مناسب نه دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:56 0:00

دا په داسې حال کې ده چې په تیرا میدان، نري بابا، دوه توی، پایندي چینه، ننګروسه او تختکي سیمو کې د زیاتې واورې ورېدو له کبله له هغو سیمو بار شوي خلک په لارو کې ایسار شوي دي.

د خیبر ضلعې د مرستندويه ادارې مرستیال کمېشنر ارشاد مومند د جنورۍ پر ۲۲مه په یو ویډیويي پيغام کې د تیرا پر اغېزمنو غږ کړی چې تر بل امر پورې دې خپل حرکت ودروي او د ده په وینا، "هلته دې خوندي ځایونو ته منتقل شي."

تر دې يوه ورځ وړاندې، د جنورۍ پر ۲۱مه د خیبر ضلعې له تیرا د یوې بې کوره شوې کورنۍ ګاډی کندې ته پرېوت چې په نتيجه کې يې دوه کسان ووژل شول او درې نور ژوبل شول.

په تيرا کې واورو لارې په داسې حال کې بندې کړې وې چې په وروستیو کې د پاکستان پوځ د هغې سيمې شپږو قومونو ته وویل چې د جنورۍ له ۱۰مې څخه دې تر ۲۵مې پورې خپلې مېنې پرېږدي چې هلته د وسلوالو پر وړاندې عملیات وکړي.

د خیبر انتظامیه وايي، له هغه وخت راهیسې له تیرا میدانه شاوخوا ۶۰ سلنه خلک وتلي دي.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ټي ډي اېم اې) د عملیاتو له وجې د شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ وګړو د بې کوره کېدو اټکل کړی دی او زیاتوي چې له ټولو سره مالي مرسته کوي.

په افغانستان کې د واورې امکان

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره وايي چې امکان دی د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې لا زیات بارانونه او واورې وشي.

یادې ادارې پر ایکس پاڼه د هواپېژندنې نړیوالو ادارو په حواله اټکل کړی چې د جنورۍ تر ۲۸مې د هیواد په ځینو ولایتونو کې د منځنۍ کچې د باران او په خیځو ولایتونو کې د زیاتې واورې وړاندوینه شوې ده.

په بیان کې له خلکو غوښتنه شوې چې سېلابونو او درنو واورو ته چمتو واوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د یادې ادارې د خپرو کړو معلوماتو له مخې، د جنورۍ له ۲۱مې راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د درنو واورو اورېدو له کبله لږ تر لږه تر ۶۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي.

XS
SM
MD
LG