په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي افتونو پر وخت د انتظام اداره (پي ډي اېم اې) وايي، د خیبر ضلعې له تیرا میدانه يې بې کوره شویو خلکو ته د کرایې ورکولو لپاره "نوی ترتیب" جوړ کړی دی.
د پي ډي اېم اې د خیبر څانګې یو چارواکي اصف زېب د جنورۍ پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې کډوالو ته د کرایې ټوکن پر دوه توی امنيتي پوسته ورکوي، بیا به یې په پيندي چینه کې د هغوی د ګوتو نخښې اخلي او وروسته به د کرایې پیسې د باړې په منډي کڅ کې ورکوي.
نوموړي زياته کړه: "چې کومې کډې له دوه توی راوتلې وي او پر سړک ولاړې وي، هغوی ته به د ګاډو پر بانټ ټوکنې ورکوو. که تحصیلدار یا ملک ورسره وي نو هغوی به لاسلیک ورباندې کوي او بيا به پیسې په باړه کې اخلي. کوم خلک چې د نومبر مياشتې په شاوخوا کې را وتلي ول، د هغوی لپاره به وروسته طریقه کار اعلان شي."
اخوا له تیرا بې کوره شویو یو شمېر کسانو مشال راډیو ته ويلي چې د سختې یخنۍ او په لارو کې د ګاډو د ګڼې ګوڼې له امله له یوشمېر کړاوونو سره مخامخ شوي دي.
دوی غوښتنه وکړه چې اړوند چارواکي دي د نومليکنې او معاوضو د ورکړې لارې چارې ورته اسانې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د تیرا میدان پر وګړو غږ کړی دی چې د جنورۍ له ۱۰مې تر ۲۵مې دې سیمه خالي کړي ځکه چې هلته د وسلوالو پرضد د عملیاتو پلان لري.
تر دې وړاندې، د خیبر ضلعې د تیرا د قامي مشرانو کمېټۍ له سیمې د پوځي عملياتو له امله نورو ځایونو ته د کډه کوونکو خلکو د نومليکنې د پروسې ضد احتجاج کړی وو او د جنورۍ پر ۱۳مه يې د تیرا او باړې ترمینځ لاره تر څه مهاله تړلې وه.
د کمېټۍ یو مشر ملک کمال الدین اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې حکومت پر خلکو غږ کړی دی چې تر پوځي عملیاتو وړاندې دې سیمه پرېږدي، خو د هغه په وينا، د پیندي چینې د نوم ثبتونې په مرکز کې د هغوی کارونه ځنډول کېږي.
د نوموړي په وینا، د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) د هغو کسانو نوملیکنه نه کوي چې پر شناختي کارډونو یې مختلفې پتې (ادرسونه) لیکل شوې وي او یا یې د جنورۍ له پینځمې وړاندې کډې کړې وي.
بل پلو په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د نظم ادارې یو چارواکي عادل ظهور د جنورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې نادرا یوازې هغه کسان رجسټروي چې پر شناختي کارډ یې دایمي پته د خیبر تیرا سیمه لیکل شوې وي.
اخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د تیرا د خلکو منتخب استازي عبدالغني د جنورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، هغه کسان چې د جنورۍ له پینځمې وړاندې له تیرا وتلي دي، حکومت به یې نوملیکنه د پیندي چینې پر ځای د باړې په منډي کڅ کې کوي او د ټرانسپورټ پیسې به ورکوي.
چارواکي د پوځي عملیاتو له وجې د شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ وګړو د بې کوره کېدو اټکل کوي او وايي، له ټولو کورنیو سره مالي مرسته کوي.