سهېل اپرېدی: امنیتي چارواکو د تیرا ولسي مشران "مجبوره" کړل چې کډوالي ومني

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر سهېل اپرېدي په وار وار ویلي چې په تیرا کې د عملیاتو مخالف دی.

د خيبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي دعوه کړي چې د پېښور کور کمانډر (قول اردو مشر) او د نیمه پوځي ځواک اېف سي صوبايي مشر د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټي "مجبوره کړه" او بیا یې "په زور خلک له کوره وایستل."

اعلا وزير د جنورۍ پر ۲۵مه د سوات په مینګوره کې د تحريک انصاف ګوند زنداني بنسټګر او پخواني وزيراعظم عمران خان د خوشې کولو لپاره احتجاجي جلسي ته په وینا کې وویل چې د پوځ او ادارو "دښمن نه دی" خو "په بندو خونو (کوټو) کې ورته فیصلې د منلو نه" دي.

نوموړي په خپله وينا کې تور ولګاوه چې د پېښور کور کمانډر او د اېف سي مشر د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټي جوړه کړه، هغه یې اړ کړه چې د وسلوالو پر ضد د عملیاتو لپاره ورسره د خلکو کډوالي ومني او بیا یې خلک بې کوره کړل.

د پاکستان پوځ او اېف سي ځواک لا د اعلاوزير د تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي او نه هم د یادې ولسي کمېټۍ مشرتابه په دې اړه دریځ وړاندې کړی دی.

خو د تیرا ۲۴ کسیزه کمېټۍ تېره میاشت ویلي ول چې په خیبر کې یې د پوځ له افسرانو سره په مشروط ډول د لنډې مودې لپاره د کلیو پر خالي کولو موافقه کړې وه.

داراز، وفاقي حکومت هم دا دعوې او راپورونه رد کړي ول چې ګواکې تیرا د پوځ په امر خالي کېږي.

د اطلاعاتو وفافي وزارت د جنوري پر ۲۴مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) دا دعوې "بې بنسټه" او پر "بد نیتۍ ولاړې" بللي او ویلي یې دي چې نه وفاقي حکومت او نه امنیتي ځواکونو له تیرا څخه د خلکو د کډو کولو حکم ورکړی دی بلکې دا امر صوبايي حکومت د ډېسېمبر په پای کې ورکړی وو او د کډوالو د مرستې لپاره یې څلور اربه روپۍ اعلان کړې وې.


دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې دوو اونیو راهیسې له تیرا څخه زرګونه کورنیو کډې کړې دي.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر تر دې مخکې هم په تیرا او نورو ځایونو کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو مخالفت کړی دی.

خو د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای ایس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د جنورۍ پر شپږمه ویلي ول چې پر مخالفتونو سربېره یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

نوموړي ویلي وو چې د پاکستان ايين پوځ ته اجازه ورکوي چې د وسلوالو پرضد د عملياتو په ترسره کولو "د هېواد او ولس دفاع باوري کړي."