عوامي نېشنل ګوند د خیبر په تیرا کې د پوځي عملیاتو مخالفت کړی او پر حکومت غږ کړی چې د خلکو بې کوره کول دې په سمدستي توګه ودروي.
د یاد ګوند مشرانو د جنورۍ پر ۲۳مه د خیبر پښتونخوا په چارسده کې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلي چې د وسلوالو پرضد د صوبې په بېلا بېلو برخو کې تر دې وړاندې ترسره شویو پوځي عملیاتو د امن په راوستلو کې هیڅ مرسته نده کړې.
د عوامي نېشنل ګوند مشر سېنېټر اېمل ولي خان او نورو مخکښانو دا څرګندونې د باچا خان او عبدالولي خان د تلین لمانځلو لپاره د یوې اوونۍ د ځانګړو مراسمو په لړ کې ولسي غونډې ته کړې دي.
عوامي نېشنل ګوند دا مراسم د خدایي خدمتګار تحریک بنسټګر او د باچا خان په نامه پېژندل شوي عبدالغفار خان د ۳۷م او د عوامي نېشنل ګوند د پخواني مشر عبدالولي خان د ۲۰م تلین لمانځلو لپاره پیل کړي دي.
د ګوند مشرانو دې غونډې ته په ویناوو کې ویلي، د پاکستان حکومت دې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره په عملیاتو خلک نه بې کوره کوي بلکې په خپلو کورنیو او بهرنیو تګلارو کې دې بدلون راولي.
د ګوند مشر سېنېټر اېمل ولي خان غونډې ته په وینا کې ویلي چې دوی ته په دې سخته یخنۍ کې له تیرا د خلکو او په ځانګړې توګه د ماشومانو او مېرمنو بې کوره کول بلکل د منلو وړ نه دي.
اېمل ولي ویلي، "پښتانه له کورونو اېستل بالکل غلط عمل دی، موږ د دې کار مخالفت کوو، دا جرګه له ریاسته غوښتنه کوي چې دا پوځي عملیات په سمدستي توګه ودروي او خلک خپلو کورونو ته ستانه کړي."
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د خیبر ضلعې له تیرا څخه د دې لپاره د خلکو اېستل پیل کړي چې د دوی په وینا هلته د وسلوالو پرضد پوځي عملیات وکړي.
پوځ او وفاقي حکومت پر دې سربېره د خلکو اېستلو او پوځي عملیاتو کولو پر پرېکړه ولاړ دی چې په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند اعلا وزیر سهېل اپرېدي یې پر بیا بیا څرګند مخالفت کړی دی.
نوموړي تر دې حده ادعا کړې چې دوی د دې پوځي عملیاتو مخالفت دي خو پوځ په زور ورباندې تپلي دي. د پوځ له خوا د هغه د دې څرګندونو ځواب نه دی ویل شوی خو تر هغه وړاندې یې ویلي وو چې د وسلوالو پرضد عملیات اړین دي.
اېمل ولي په تیرا کې د مبینه وسلوالو په اړه د پوښتنې په توګه زیاته کړې، "ریاست دې دا پرېکړه وکړي چې دا ترهګر دي که د دوی ستراتیژیکې اثاثې دي."
نوموړي ویلي چې د دې ملک مسله ترهګري ده او دا د ده په وینا، "د دې ملک خپلو نازله کړې ده."
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د جنورۍ میاشتې په پیل کې د تیرا خلکو ته امر وکړ چې د جنورۍ له ۱۰مې تر ۲۵مې خپلې سیمې د دې لپاره خالي کړي چې دوی پکې د وسلوالو پرضد عملیات وکړي.
د تیرا خلکو په ګڼ شمېر کډې کړې دي خو په منځ کې د زیاتې واورې له کبله اوس چارواکو هغوی ته د وتلو لپاره ورکړل شوې د جنورۍ ۲۵مه نېټه تر نامعلومې مودې غځولې ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت
د عوامي نېشنل ګوند مشر سېنېټر اېمل ولي خان د پاکستان له خوا له افغانستان سره د تجارتي لارو پر تړلو هم سختې نیوکې کړې دي.
نوموړي په خپل وینا کې د پاکستان له واکمنو پوښتنه کړې ده چې د ده په وینا، دا څنګه تګلاره ده چې له هند سره تجارت کېدای شي خو له افغانستان سره پولې تړلې دي.
نوموړي تور پورې کړی دی چې پاکستان له افغانستان سره لارې د ترهګرو پرمخ نه بلکې د تجارت او عام ولس د تګ راتګ پرمخ تړلې دي.
ده ویلي، "د ترهګرۍ مخنیوي لپاره که پولې تړل شوې دي نو په پاکستان کې خو د ترهګرۍ پېښې نن هم روانې دي او لوړپوړي چارواکي وايي چې دا له افغانستانه کېږي نو بیا دا پولې ولې تړلې دي؟"
اېمل ولي خان زیاته کړې چې دوی غوښتنه کوي چې له باجوړه تر چمنه دې له افغانستان سره د تجارت ټولې لارې پرانیستل شي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ ټولې تجارتي لارې له هغه وروسته وتړل شوې چې د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر په میاشت کې پاکستان لومړی په کابل کې بریدونه وکړل او ورپسې د دواړو هیوادونو ترمنځ پر پولو خونړۍ نښتې وشوې.
پاکستان وايي دا پولې به تر هغه وخته تړلې وي چې د دوی په وینا، په افغانستان کې واکمنو طالبانو دا باور نه وي ورکړی چې د افغانستان له خاورې به پر پاکستان بریدونه نه کېږي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا وايي چې ناامنۍ د پاکستان کورنۍ مسله ده او په افغانستان پورې هیڅ اړه نه لري.