د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان د تجارتي خونو مشران هيله من دي چې لارې به ژر د سوداګرۍ لپاره خلاصې شي


د تورخم بنده لاره - انځور له ارشيفه
د تورخم بنده لاره - انځور له ارشيفه

د پاکستان او افغانستان د چیمبرز اف کامرس (تجارتي خونو) مرکزي مشرانو هيله ښودلې چې له راتلونکې اونۍ به د دواړو هيوادونو تر منځه لارې د تجارت لپاره خلاصې شي.

د جنورۍ پر څلورمه، د دواړو هيوادونو د تجارتي خونو مشرانو په انټرنېټ کړې غونډه کې د ستونزو، چيلنجونو او حل لارو په اړه خبرې وکړي. تر دې غونډې وروستو دواړه خواوې په تورخم کې د ملاقات او خبرو اترو کولو لپاره سلا شول.

په ان لاین غونډه کې شامل، د پاکستان او افغانستان د ګډې تجارتي خونې مرستیال مشر سید جواد حسین کاظمي مشال راډيو ته وويل چې د جنورۍ پر شپږمه به په تورخم کې له يو بل سره وويني. هغه زیاته کړه چې په دې غونډه کې د قبايلي ضلعو او د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو د تجارتي خونو مشرانو ګډون وکړ نو ځکه یې اهميت ډېر دی.

کاظمي وويل چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستاني چارواکو تر اجازې وروسته به دا لاره خلاصه شي: "نن غونډه ډېره ګټوره وه. د نهې يا سه شنبې په ورځ (د جنورۍ شپږمه) به ټول هغه ګاډي پر تورخم اړوو چې هلته ولاړ دي. دا لاره به خلاصوو."

کاظمي دعوه وکړه چې د افغانستان او پاکستان تجارانو له خپلو حکومتونو سره خبرې کړې دي او وايي چې د جنورۍ پر شپږمه به خپل وړاندیزونه د دواړو غاړو چارواکو ته وسپاري. د هغه په وينا تر دې وروسته به لار خلاصه شي. تر اوسه پورې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي. خو په تېرو وختونو کې دواړو غاړو د لارو له خلاصولو انکار کړی دی.

پاکستان له افغانستان سره خپلې لارې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر دولسمه، تر هغه وروسته وتړلې چې پاکستاني پوځيانو او د طالبانو د حکومت ځواکونو له يو بل سره نښتې وکړې. د پاکستان حکومت وايي، لارې ځکه نه خلاصوي چې د دوی په افغانستان کې واکمن د طالبانو حکومت دا ضمانت نه ورکوي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان خلاف نه استعمالېږي.

خو د طالبانو حکومت وايي دا غوښتنې پوره کول ممکنې نه دي. دوی زیاتوي چې پاکستان بايد لارې د سیاسي فشار لپاره استعمال نه کړي او که حالات هر څنګه وي، تجارت دې خلاص پرېښودل شي. د طالبانو حکومت دریځ لري چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي او پاکستان بايد خپل امنيت پخپله وساتي.

په همدې حال کې د لارو خلاصولو لپاره د سوداګرو او خلکو مظاهرې روانې دي. د خیبر ضلعې په لواړګي (لنډيکوتل) بازار کې کاروباریانو او ځايي اوسېدونکو د جنورۍ پر څلورمه د احتجاج په ترڅ کې له حکومته وغوښتل چې د نور زیان څخه بچ کېدو لپاره دې تورخم لاره خلاصه شي.

په هغه احتجاج کې په تورخم کې د کسټم کلېرینګ ایجنټان، د سوداګرو او سیاسي ګوندونو استازي او ځايي قومي مشران شامل وو. د لواړګي بازار په باچا خان چوک کې راغونډو شویو احتجاجیانو وویل چې د تورخم لارې تړل کېدو له کبله دوه اړخیز تجارت ځپل شوی او په زرګونه خلک ورسره بې روزګاره شوي دي. د غونډې ویناوالو د پاکستان پر تګلارو نیوکې وکړې او پر حکومت یې غږ وکړ چې تجارت له سیاسته بېل کړي.

XS
SM
MD
LG