بلوچستان کې زهرجن ګيس ۵ کان کيندونکي وژلي دي

د سکرو په کانونو کې زیاتره مزدوران د شانګلې، سوات، دیر، پاړه چينار او افغانستان اوسېدونکي دي. پخوانی انځور

د بلوچستان په دوکۍ او هرنايي ضلعو کې په کانونو کې د زهرجن ګيس خپرېدو له امله پينځه کان کيندونکي وژل شوي دي.

د دوکۍ د سکرو کان په پېښه کې درې او د هرنايي د سکرو کان په هغه کې دوه کان کيندونکي وژل شوي دي.

په دوکۍ کې د سکرو د کان حکومتي څارونکي محمد صدیق مشال راډيو ته وويل چې د اپرېل پر ۲۴مه په کان کې د زهرجن ګيس خپرېدو له امله درې کسان وژل شوي چې پکې د افغانستان اوسېدونکي زوی او پلار هم دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

کارګرانو د هرنايي د سکرو کان مرګونې پېښې ضد مظاهره کړې ده

نوموړي زیاته کړه چې تر کوچني اختر وروسته کان تړل شوی وو چې پکې تر اور لګېدو وروسته ګيس جمع شوی وو او کله چې زوی او پلار کار کولو ته ورغلل نو د زهرجن ګيس له امله مړه شول. کله چې يو بل کان کېدونکی د دوی د راېستلو لپاره کان ته ننوت نو هغه هم د زهرجن ګيس له وجې مړ شو.

د چارواکو په خبره، بله پېښه د هرنايي د شاهرګې سيمې د سکرو په کان کې شوې ده چې پکې دوه کان کيندونکې د زهرجن ګيس له کبله وژل شوي دي.

په کوټه کې د کانونو مشر څارونکي عبدالغني شاهواني د اپرېل پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې کان تړل شوی وو، خو دغه کان کيندونکو پکې په پټه کار کاوه چې پېښه وشوه.

پر دواړو پېښو د کان کيندونکو د اتحادیې مرکزي سېکرټر سلطان لالا خواشيني ښوولې ده. نوموړي د اپرېل پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې د کانونو مالکانو خپل کانونه ټېکېدارانو ته سپارلي دي او هغوی د حفاظت لپاره لازمي شرایط نه پر ځای کوي.

د پاکستان د سکرو د کانونو اتحاديه وايي چې د روان ۲۰۲۴ز کال تر اپرېل میاشتې پورې په بلوچستان کې د سکرو په کانونو کې ۶۴ کان کيندونکي وژل شوي دي.

دا هم وګورئ:

ډاکټر عبادالله: بلوچستان کې تښتول شوي کان کیندونکي خوشې شوي شانګلې ته بیا بیا د کانکیندونکیو مړي وړل کېږي

په پاکستان کې د کويلې د مزدورانو د اتحاديې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې د سکرو په کانونو کې ۲۸۸ مزدوران وژل شوي ول چې زياتره يې د بلوچستان ول. د اتحاديې په خبره، تېر کال د کانونو په پېښو کې شاوخوا ۳،۰۰۰ مزدوران ژوبل شوي هم ول.

د سکرو په کانونو کې ډېری مزدوران د خیبر پښتونخوا پر شانګلې، سوات، دیر او پاړه چینار سربېره د افغانستان اوسېدونکي دي.

د پاکستان د بشري حقوقو کمېشن د ۲۰۲۱ز کال په کلني راپور کې ویلي ول چې په پاکستان کې د کویلې کان کیندونکي په ډېر خطرناک چاپېریال کې کار کوي او د کارګرانو د خوندیتوب قوانین نه عملي کېږي.