د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هرنايي سکرو کان کې چاودنې ۱۲ مزدوران وژلي دي


په پاکستان کې مزدوران د سکرو په کان کې کار کوي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې مزدوران د سکرو په کان کې کار کوي - پخوانی انځور.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه هرنايي کې د سکرو په یو کان کې د چاودنې له امله ۱۲ کان کيندونکي وژل شوي او اته ژوبل شوي دي.

په کوټه کې د کويلې د کان کیندونکو د ساتنې لپاره د سرکاري ادارې مشر عبدالغني شاهواني د مارچ پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې مزدوران د مارچ پر ۱۹مه تر روژه ماتي وروسته د هرنايي د ښارګې یا شاهرګې د زردالو په غرونو کې په کار بوخت ول چې د ځمکې تر سطحې ۸۰۰ فوټه لاندې په کان کې د ګیس جمع کېدو له وجې چاودنه وشوه.

ده وویل چې ژغورونکو او مرستندویانو عملیات پای ته رسولي دي. "ټول ۱۲ مړه دي او اته کسان مو ژوندي ایستلي دي. له کانه خپل سامانونه راباسو. په پېښه کې ټول وژل شوي د پښین دي."

بل پلو په بلوچستان کې د طبیعي ناورينونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) مشر جهانزېب خان مشال راډیو ته وویل چې اته ژغورل شوي مزدوران د خپلو ملګرو د ایستلو لپاره کان ته ښکته شوي ول چې هلته ګیس بېهوښه کړي ول.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند صوبو کې د سکرو په کانونو کې تر دې وړاندې هم دا ډول حادثې شوې دي.

د روان کال د جنورۍ پر ۲۰مه د بلوچستان د دوکۍ په کان کې د ګیس جمع کېدو له وجې درې مزدوران وژل شوي ول.

تر دې مخکې د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې په اورکزیو کې د سکرو په کان کې د ګیس سېلېنډر چاودنې ۱۱ مزدوران ژوبل کړي ول.

په پاکستان کې د کويلې د مزدورانو د اتحاديې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې د سکرو په کانونو کې ۲۸۸ مزدوران وژل شوي ول چې زياتره يې د بلوچستان ول. د اتحاديې په خبره، تېر کال د کانونو په پېښو کې شاوخوا ۳،۰۰۰ مزدوران ژوبل شوي هم ول.

له دې پرته، د سکرو په کانونو کې ډېری مزدوران د خیبر پښتونخوا د شانګلې، سوات، دیر او پاړه چینار اوسېدونکي هم دي.

د شانګلې اوسېدونکی او د کانکیندونکو د ټولنې مخکښ غړي عابد یار د ۲۰۲۳ز کال په سېپټېمبر کې مشال راډیو ته ویلي ول چې په کانونو کې د حادثو پر مهال ځینې مزدوران تل تر تله معذورېږي هم.

د پاکستان د بشري حقوقو کمېشن د ۲۰۲۱ز کال په کلني راپور کې ویلي ول چې په بلوچستان کې د کویلې کان کیندونکي په ډېر خطرناک چاپېریال کې کار کوي او د کارګرانو د خوندیتوب قوانین نه عملي کېږي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG