د لاسرسي ځای

تازه خبر

شانګلې ته بیا بیا د کانکیندونکیو مړي وړل کېږي


په پاکستان او خاصکار په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د کویلو کانونو په پېښو کې بیا بیا کانکیندونکي مري او ژوبلېږي چې پکې ډېری یې د مالاکنډ ډیویژن شانګلې اوسېدونکي دي.

د دغه سیمې یو تن عبادالله خان له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، داسې اونۍ به کمې تېرې شوې وي چې شانګلې ته یې د کویلو په کانونو کې د وژل شویو کسانو مړي نه وي وروړي.

شانګلې ته بیا بیا د کانکیندونکیو مړي وړل کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:30 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د يوې اندازې له مخې د پاکستان نېږدې اتیا فيصده کانکیندونکي له شانګلې ضلعې دي.

د یادې ضلعې یو مدني فعال مدني فعال علي باش خان چې د وژل شویو او معذورو کانکیندونکیو شمېرې راټولوي وايي، په عمومې توګه د ټولې ضلعې خو په خاصه توګه د تحصيل الپورۍ د څلورو يونين کونسلونو لکه پير اباد، ډيرۍ، کوز کڼه او د الپورۍ به داسې کور نه وي چې په کانونو کې له تړلیو پېښو دړدېدلی نه وي. له مشال راډيو سره په خبرو کې خان وویل، د دغو يونين کونسلو په هر درېم کور کې مړی شوی دی او تقريبا په هر دوهم کور کې يو کس معذوره شوی دی. دی زیاتوي چې ډېری کانکیندونکي د سینې په ناروغي اخته دي او څه پکې بېخي وچن یا مفلوجه شوي دي.

د ژوب په مسلم باغ کې د کرومایټ کانونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:20 0:00

په ۲۰۱۶ز کال کې د چراټ په يوه کان کې معذوره شوی ۲۸ کلن کانکیندونکی حسین علي چې د دوو ماشومانو پلار دی، په ۲۰۱۶ ز کال د سکرو په یوه کان کې د کار کولو پر یوه تر یوه درانه کاڼي لاندې شوی وو او ملا یې ماته شوې وه، وايي، دوی ته مالومه ده چې په کانونو کې کار کول مرګ ته بلنه ورکول دي خو زیاتوي چې سیمه یې زښته ډېره غريبه ده او د کويلې په کار کې پيسې لږې ښې دي نو ځکه ورته خلک زړه ښه کوي.

د شانګلې يوه بل کس حافظ الله چې په ۱۳ کلنۍ یې کان کیندنه پیل کړې وه پلار او ورور داوړه یې د کانونو په پېښو کې وژل شوي دي اوس یې مور نه پرېږدي چې کانونو کې کار وکړي. دی وايي (کورنۍ یې بې وزله ده، غريبي هم ده خو مور یې وايي چې نوره به د کانونو مزدوري نه کوئ، نو ځکه اوس په کور يم، مور مې بالکل ليونتوب ته نيږدې شوې ده ځکه چې ورور مې ډېر تنکی ځوان وو، ۲۲ کاله یې عمر وو چې په کان کې مړ شو.)

د شانګلې ايديشنل ډيپټي کمشنر طارق محمود وايي چې روانه مياشت کې د پاکستان له بېلا بېلو سیمو د ۳۷ کان کندونکو مړي شانګلې ته راغلي دي او تقريبا هر کال ورته لسګونه مړي و را وړل کېږي.

د ملګرو ملتونو د ادارې يو اين ډي پي د ۲۰۱۵ کال د غربت د شرح په اړه راپور کې راغلي چې شانګله ضلع کې ۷۰ فيصده ولس له هراړخيزه بېوزلۍ او خوارۍ سره مخامخ دی.

نور ولولئ

بلوچستان: د سکرو کانونو د نړېدو په پېښو کې ۲۳ کان کېدونکي وژل شوي

غېرقانوني کان کېندنه او قاچاق افغانستان ته لوی خطر زېږوي

"د لوګر د مس عینک پروژې په کار کې ځنډ سیاسي لاملونه لري"

XS
SM
MD
LG