د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دوکۍ د سکرو په یو کان کې زهرجن ګېس ۳ کان کیندونکي وژلي


د بلوچستان د سکرو د کان کیندونکو یو پخوانی عکس
د بلوچستان د سکرو د کان کیندونکو یو پخوانی عکس

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې د سکرو په یو کان کې د زهرجن ګېس له کبله درې کان کیندونکي مړه شوي دي.

د دوکۍ ضلعې مرستیال کمشنر دوست محمد ناصر د جنورۍ پر ۲۰ مشال راډیو ته وویل په مړو کې د نعمت الله او حیات الله په نامه دوه وروڼه دي چې د افغانستان اوسېدونکي دي او یو بل تن زین الله نومېږي.

دوست محمد ناصر زیاته کړه چې د افغانستان د کسانو مړي یې په روغتون کې تر ضروري کارروايي وروسته خپل هیواد ته لېږدولي دي.

په کوټه کې د پاکستان د کویلې د مزدورانو اتحادیې مشر سلطان لالا مشال راډیو ته وویل چې په ۲۰۲۳م کال کې د بلوچستان د سکرو یا کویلې په کانونو کې ۵۱ پېښې رامنځ ته شوې وې چې له امله یې ۶۹ مزدورانو ژوند له لاسه ورکړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG