د ازبکستان ولسمشر له کورنۍ سره تړلي شرکت څنګه د مېلیونونو ډالرو قراردادونه ترلاسه کړل؟

اسناد ښيي چې ازبکستان کې الټیمو ګروپ د ګیسو له دولتي شرکت ازټرانسګاز څخه څه باندې ۶۶ مېلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

د مشال راډیو د ازبکۍ څانګې پلټنې ښيي چې د ازبکستان د ولسمشر له کورنۍ سره تړلې یوې ناڅرګندې کمپنۍ له ۱۰۰ مېلیونه امریکايي ډالرو څخه زیاتې پیسې د پټو قراردادونو له لارې ترلاسه کړې دي. په هغو کې د هېواد د سېمېنټو تر ټولو لوی شرکت ته په لوړ قیمت د ګیس لېږد قرارداد هم شامل دی.

هغه قراردادونه چې د الټیمو ګروپ لېمېټېډ په نوم شرکت ترلاسه کړي، د دې ښکارندويي کوي چې څنګه د ولسمشر شوکت میرضیایېف د خپلوانو په ګډون د ازبکستان د سیاستوالانو ملګري، چې ناقدان یې د خپلوي پالنې یا اقربا پرورۍ نظام بولي، څخه ګټه اخلي.

د مشال راډیو د ازبکستان څانګې پلټنې ښيي چې میرضیایېف د زوم ملګري له الټیمو ګروپ – چې تر ډېره ګمنام شرکت دی – سره تړلي دي.

هغه شرکت پر دې سربېره په قېزلقم سېمېنټ نومي کمپنۍ، چې هغه مهال یې ملکیت له دولت سره وو، د ګرانبیه طبیعي ګیسو د پلورلو لپاره د لږ تر لږه ۳۶ مېلیونه ډالرو دولتي قرارداد ترلاسه کړی چې هېڅ کاروباري سابقه یا رېکارډ نه لري.

د مشال راډیو ازبکۍ څانګې داسې اسناد هم ترلاسه کړي دي چې ښيي چې الټیمو ګروپ د ګیسو له دولتي شرکت ازټرانسګاز څخه څه باندې ۶۶ مېلیونه ډالر ترلاسه کړي دي او هغې کمپنۍ له ترکمنستانه شاوخوا یو ارب (مېلیارده) مکعب میټره ګیس درامد (وارد) کړی دی.

پلټنې ښيي چې الټیمو ګروپ د شرکتونو له یوې پټې او پېچلې شبکې سره تړلی دی چې د میرضیایېف د زوم عطا بېګ عمروف ملګري یې چلوي.

عمروف خپله د لوبو او سپورټي چارو ادارې له چارواکو څخه دی او داراز، د ولسمشر د امنیتي چارو مرستیال دی.

عمروف د میرضیایېف د لور شهنازې مېړه دی.

په هغه شبکه کې یو مرکزي شخصیت عزیز جان کاملوف دی چې د عمروف یو باوري کس دی. کاملوف د ازبکستان د جوډو فېډرېشن مشر او د هېواد د اولمپېک کمېټۍ د مرستیال په توګه هم کار ترسره کوي.

عمروف ته په ازبکستان کې د سیاسي او اقتصادي اشرافیې ترمینځ د یو مهم او ځواکمن کس په توګه کتل کېږي.

دا هم وګورئ:

پاکستان، افغانستان او ازبکستان د اقتصادي اړیکو او سیمه ییز اتصال پر پياوړتيا غږېدليازبکستان د ټرانس افغان پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې دهانوار الحق کاکړ د ازبکستان، افغانستان او پاکستان اورګاډي پټلۍ پر جوړولو ټینګار کړی دید ازبکستان ستر عدالت: تېر کال د هندي شرکت درملو استعمال له کبله ۶۵ ماشومان وژل شوي

د الټیمو ګروپ ناڅاپه څرګندېدو او لویو شتمنیو لرلو باجود هغه یوه ګمنامه کمپني ده چې فعاله ووبپاڼه یا په عام محضر کې وجود نه لري او یو داسې متقاعد کس یې شریک مالک دی چې هېڅ کاروباري تجربه نه لري.

د مشال راډیو ازبکۍ څانګې له عمروف، الټیمو ګروپ او د ازبکستان له ګڼو حکومتي ادارو څخه په دې اړه پوښټنې وکړې، خو هغوی د دې رپورټ تر خپرېدو پورې ځواب ور نه کړ. د میرضیایېف دفتر هم لا ځواب نه دی ویلی.

د ګیس پټ تړون

الټیمو ګروپ د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې د ازبکستان په پلازمېنه تاشقند کې جوړ شوی شرکت دی چې رسماً په یو رهایشي اپارتمان کې ثبت دی.

د هغې کمپنۍ له بنسټګرو ونډو لرونکو څخه یې یو دلیار قیوموف دی چې د ولسمشر ملاتړیو بهرمېشتو ازبکانو د یوې ډلې غړی پاتې شوی او بل کس تحفت انورخوجایېف نومېږي چې پلار یې د ازبکستان د دولتي امنیتي خدماتو په اداره کې کار کړی دی.

د الټیمو ګروپ ناڅاپه څرګندېدو او لویو شتمنیو لرلو باجود هغه یوه ګمنامه شرکت دی چې فعاله ووبپاڼه یا په عام محضر کې وجود نه لري او یو داسې متقاعد کس یې شریک مالک دی چې هېڅ کاروباري تجربه نه لري.

د مشال راډیو ازبکۍ څانګې له عمروف، الټیمو ګروپ او د ازبکستان له ګڼو حکومتي ادارو څخه په دې اړه پوښتنې وکړې، خو هغوی د دې رپورټ تر خپرېدو پورې ځواب ور نه کړ. د میرضیایېف دفتر هم لا ځواب نه دی ویلی.

د الټیمو ګروپ تر جوړېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته هغې کمپنۍ له قېزلقم سېمېنټ سره دولتي قرارداد وکړ، خو خبریالانو د هغه قرارداد د بولۍ هېڅ رېکارډ پیدا نه کړای شو. د سېمېنټو د کمپنۍ ۸۶ فیصده برخه هغه مهال د حکومت ملکیت وو.

د مشال راډیو ازبکۍ څانګې د قرارداد تحلیل وکړ چې ورڅخه یې ښکاري چې د لږ تر لږه د ۳۶ مېلیونه ډالرو ګیس یې لېږدولی دی او قېزلقم، چې اوس یو شخصي شرکت دی، ښايي له هغه نرخه چې له حکومته یې ورباندې ګیس اخیستای شو، شاوخوا ۵۰ فیصده زیاتې پیسې ورکړې دي.

دا لا روښانه نه ده چې قزلقم ولې له یو مینځګړي څخه په ګرانه بیه ګیس اخیستی دی. حال دا چې په ۲۰۱۹ز کال کې یو حکومتي فرمان یوازې ازټرانسګاز ته مستقیماً ټولو مهمو صارفینو او شرکتونو ته د ګیس ورکولو واک ورکړی وو.

بانکي اسناد ښيي چې د ۲۰۲۲ز کال له جنورۍ څخه تر سېپټېمبر پورې ازټرانسګاز اته ځلې د بانکي حساب له لارې ټول څه باندې ۶۶ مېلیونه ډالره الټیمو ګروپ ته انتقال کړل. دا هر څه د کمېشنونو د یوې داسې موافقې له مخې شوي دي چې له ولسه پټ ساتل شوي دي.

د مشال راډیو د ازبکۍ څانګې تحلیل ښيي چې الټیمو ګروپ له ګاونډي هېواد ترکمنستانه د څه باندې ۹۵۵ مېلیونه مکعب میټره ګیس واردولو په ګډون د طبیعي ګاز په شاوخوا ۲۰۰ مېلیونه ډالره ارزښت لرونکي کاروبار کې هم دخیل وو.

قېزلقم سېمېنټ، ازټرانسګاز او الټیمو ګروپ د دې رپورټ تر بشپړېدو پورې د مشال راډیو د ازبکۍ څانګې لیکلې پوښتنې نه وې ځواب کړې.

الیټمو ګروپ څه شو؟

داسې هېڅ شواهد نه شته چې الټیمو ګروپ، چې په ابتدا کې یې خورا نفع بخش دولتي قراردادونه ترلاسه کړل، دې په تېر یو نیم کال کې د ګیس په بازار کې کوم کاروبار کړی وي.

قیوموف، چې د هغه شرکت له بنسټګرو ونډوالو یو دی، د کمپنۍ ۵۰ فیصده برخه د خپلې ۶۷ کلنې مور په نوم کړې ده چې هېڅ کاروباري سابقه نه لري.

قیوموف هم پر انسټاګرام د مشال راډیو د ازبکۍ څانګې وراستول شوې پوښتنې ځواب نه کړې.

د شرکت دویم بنسټګر او ونډوال انورخوجایېف، چې له کاملوف سره یې ګډ عکس اخیستی دی، خپله ۵۰ سلنه ونډه په الټیمو ګروپ کې ساتلې ده.

هغه هم د مشال راډیو له ازبکۍ څانګې سره له مرکز انکار وکړ خو و یې ویل چې الټیمو ګروپ د استول شویو لیکلو پوښتنو ځواب به ورکړي.

د الټیمو ګروپ لېمېټېډ ووبپاڼه درې کاله مخکې د شرکت له بنسټ ایښودو راهیسې لا هم د جوړېدو په حال کې ده.