د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازبکستان د ټرانس افغان پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې ده


ټرانس افغان پروژه ازبکستان له پاکستان سره تړي ـ پخوانی انځور.
ټرانس افغان پروژه ازبکستان له پاکستان سره تړي ـ پخوانی انځور.

د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د "ټرانس افغان پروژې" د چارو د چټکتیا غوښتنه کړې ده.

ازبکستانیو رسنیو ډ ډېسېمبر پر ۲۸مه وویل چې د هغه هېواد د ټرانسپورټ وزیر الهام محکموف له خپل طالب سیال حمیدالله اخوندزاده سره په تاشکند کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې.

رسنیو ویلي دواړو چارواکو له ازبکستانه د افغانستان له لارې تر پاکستان پورې د اورګاډي پټلۍ پر پروژې چې ټرانس افغان پروژه نومېږي، هم خبرې وکړې.

افغانستان، ازبکستان او پاکستان د ۲۰۲۱ ز په فبرورۍ کې له مزارشریف څخه د پاکستان تر پولې د اورګاډي پټلۍ پر جوړولو سلا شوي ول خو په افغانستان کې د جمهوري حکومت تر پرځېدو وروسته دا پروژه د څه مودې لپاره وځنډېده.

د سږ کال په دوبي کې د طالبانو حکومت له پاکستان او ازبکستان سره د دې پروژې د پیلېدو په اړه له سره خبرې وکړې.

د دې ۵۷۳ کېلومیتره اوږدې رېللارې جوړېدو ته څه باندې ۴.۵ مېلیارده (اربه) امریکايي ډالر په کار دي، خو تر اوسه پورې پکې څوک پانګونې ته حاضر شوي نه دي.

ازبکستان له قطره غوښتي چې په ټرانس افغان پروژې کې پانګونه وکړي، خو دا معلومه نه ده چې هغه هېواد به دا کار وکړي او که نه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG