د لاسرسي ځای

تازه خبر

انوار الحق کاکړ د ازبکستان، افغانستان او پاکستان اورګاډي پټلۍ پر جوړولو ټینګار کړی دی


له موافقې سره سم، پټلۍ به د ازبکستان له لارې له مزار شریفه تېرېږي او د کورمې تر خرلڅیو پورې به غځېږي - پخوانی انځور.
له موافقې سره سم، پټلۍ به د ازبکستان له لارې له مزار شریفه تېرېږي او د کورمې تر خرلڅیو پورې به غځېږي - پخوانی انځور.

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ له افغانستان او ازبکستان سره د اورګاډي د پټلۍ جوړولو د چارو پر بشپړولو ټینګار کړی دی.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۰مه په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې پر مهال د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایېف سره پر دې موضوع خبرې کړې دي.

د کاکړ دفتر په بیان کې ویلي دي چې هغه د افغانستان له لارې د پاکستان او مرکزي اسیايي هېوادونو ترمینځ د سوداګرۍ زیاتولو په موخه پر وخت د پټلۍ پر جوړولو ټینګار وکړ.

پاکستان، ازبکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې د سوداګرۍ لپاره د پټلۍ جوړولو د چارو پیلولو موافقه لاسلیک کړه.

په اسلام اباد کې د شوې هوکړې له مخې، هغه ۷۶۰ کېلومیټره اوږده پټلۍ به د پاکستان د کراچۍ بندر له ازبکستان سره ونښلوي.

د افغانستان د اورګاډي چارو ادارې پر ووبپاڼه راغلي چې هغه پټلۍ به د مزار شریف او لوګر له لارو څخه د کورمې د خرلڅیو پر لاره تېرېږي.

درېواړو خواوو په جولای کې ژمنه کړې وه چې هڅه کوي تر ۲۰۳۰ز کال پورې د پټلۍ جوړولو چارې بشپړې کړي.

تر اوسه چارواکو نه دي ویلي چې ایا د پټلۍ کارونه پیل شوي دي او که نه خو انوار الحق کاکړ له شوکت میر ضیایېف سره په خبرو کې ویلي دي چې د سوداګرۍ زیاتولو لپاره باید له ټولو لارو چارو ګټه واخیستل شي.

د هغه دفتر زیاتوي چې د تجارت او اقتصادي راکړو ورکړو د موقعو زیاتېدل به په سیمه کې امن او ثبات ته لاره هواره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG