د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان، افغانستان او ازبکستان د اقتصادي اړیکو او سیمه ییز اتصال پر پياوړتيا غږېدلي


 افغانستان له لوري د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزير نورالدین عزیزي، د ازبکستان د وزيراعظم مرستیال او د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز ګډون کړی وو.
افغانستان له لوري د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزير نورالدین عزیزي، د ازبکستان د وزيراعظم مرستیال او د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز ګډون کړی وو.

د پاکستان په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د سوداګرۍ درې اړخیزه ناسته ترسره شوې ده.

د پاکستان د سوداګرۍ او صنعت نګران وزیر ډاکټر ګوهر اعجاز د نومبر پر ۱۴مه پر خپله اېکس پاڼه په یوه بیان کې ويلي چې دا درې اړخیزه ناسته د اقتصادي اړیکو او سیمه ییز اتصال د پياوړي کېدو لپاره یو مهم اقدام دی.

نوموړي زیاته کړې چې د درې واړو هېوادونو د متقابلو ګټو لپاره د سوداګرۍ، پانګې اچونې او اړیکو روښانه لرلید موجود دی. په دې درې اړخیزه ناسته کې د افغانستان له لوري د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزير نورالدین عزیزي، د ازبکستان د وزيراعظم مرستیال او د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز ګډون کړی وو.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت په یوه بیان کې ويلي چې په دې ناسته کې د ټرانس افغان پروژې، درې اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ او د سیمه ییز اتصال پر وړاندې پر پرتو ستونزو بحث وشو.

دا تر هغه وروسته ده چې د نومبر پر ۱۳مه نور الدين عزيزي د پاکستان د بهرنيو چارو له نګران وزير جليل عباس جيلاني سره هم د سوداګرۍ او امنيت په ګډون د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG