د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازبکستان ستر عدالت: تېر کال د هندي شرکت درملو استعمال له کبله ۶۵ ماشومان وژل شوي


د ازبکستان یو روغتون کې بستر ماشومان میندې یې ـ پخوانی انځور.
د ازبکستان یو روغتون کې بستر ماشومان میندې یې ـ پخوانی انځور.

د ازبکستان سپریم کورټ (سترې محکمې) ویلي چې د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې کې د یوه هندي شرکت جوړې کړې دوا خوړلو له امله د وژل شویو ماشومانو ټول شمېر ۶۵ دی.

تر دې مخکې ازبکستانیو چارواکو ویلي ول چې د ماریون بایوټېک په نوم د هند د دواګانو جوړولو شرکت د زکام شربت استعمالولو له کبله ۲۰ ماشومان مړه شوي ول.

د هغه هېواد پلټونکو په فبرورۍ کې د ازبکستان د دواګانو دولتي ادارې مشر سردار کاریېف او د هغه یوشمېر ټیټ رتبه کارکوونکي د مالي درغلۍ، اداري فساد او هېواد ته د ټیټ کیفیته دواګانو د درامدولو (واردولو) په تور نیولي ول.

هغه مهال تاشقند په هېواد کې د ماریون بایوټېک د ټولو شیانو خرڅلاو هم ځنډولی وو.

هغې هندۍ کمپنۍ لا د ازبکستان د سپریم کورټ څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG