د يوناما پلاوی د افغان کډوالو پر اړه د خبرو لپاره پاکستان ته ځي

د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهيسې له پاکستانه شاوخوا ۵ لاکه افغان کډوال ايستل شوي دي ـ پخوانی انځور

ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما ) یو پلاوی په لنډ راتلونکې کې پاکستان ته ولاړ شي او د هغه هېواد له چارواکو سره د افغان کډوالو پر مسلې خبرې وکړي.

په بشري چارو کې د یوناما مرستیال او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیایي ټولنې مشر اندریکا راټوټ پاکستان ته د یوناما د پلاوي د استولو خبر ورکړی دی، خو دا یې نه دي ویلي چې په کومه ورځ به اسلام اباد ته روانیږي.

راټوټ د طالبانو د حکومت د رييس الوزرا (وزيراعظم) له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د مارچ پر ۲۷مه د یوې غونډې پرمهال وويل چې یوناما به پاکستان وهڅوي چې تر اختر وروسته افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې ونه باسي.

دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان يوشمېر رسنيو د مارچ پر ۱۸مه د پاکستانيو چارواکو له خولې خبر ورکړ چې په هغه هېواد کې د افغان سېټيزن کارډ یا د افغان وګړيتوب کارډ لرونکو کډوالو په اړه معلومات راغونډوي او د اپرېل پر ۱۵مه د هغوی د ايستلو پر بهير غونډه کوي.

مشال راډيو د پاکستان د حکومت هغه اعلاميې تر لاسه کړي چې پکې پوليسو او د قانون پلي کوونکو ادارو کارکوونکو ته ويل شوي دي چې د هغو اسناد لرونکو افغان کډوالو او د هغوی د استوګنځايونو په اړه معلومات راغونډ کړي چې افغان سېټيزن کارډ (اې سي سي) لري.

دا هم وګورئ:

د پاکستان او طالبانو د حکومت د ترینګلتیا ضربه ولې افغان کډوالو ته رسي؟د طالبانو حکومت وايي افغان کډوال د پاکستان په ناامنيو کې رول نه لريملګري ملتونه وايي په روان کال کې به نيم مېليون نور افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شيای ار سي وايي له پاکستانه وطن ته واپس شوي افغانان مرستو ته اړ دي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د ارقامو له مخې، دا مهال په پاکستان کې ۱۴ لاکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي. دوی د پاکستان حکومت د اوسېدو لپاره ځانګړي کارډونه ورکړي دي او د روان کال د مارچ تر ۳۱مې یې د کډوالۍ کارډ لرونکو افغانانو د اوسېدو موده غځولې ده.

د دې ترڅنګ په هغه هېواد کې داسې کډوال هم ژوند کوي چې د استوګنې هغه کارډونه نه لري.

د پاکستان نګران حکومت د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خوښه د وتلو ویلي ول. د تېر کال د نومبر له لومړۍ راهیسې د افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی چې لا هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ترمخه د تېر ۲۰۲۳ کال په وروستيو مياشتو کې شاوخوا ۵ لاکه افغانان له پاکستانه په جبري ډول خپل هېواد ته استول شوي دي.

له پاکستانه د اسناد لرونکو افغانانو د ایستلو په اړه خبرونو وروسته له هغې زور ونیو چې پاکستان د مارچ پر ۱۸مه په افغانستان کې پر ځینو ځایونو بمباري وکړه.

تر دې وروسته د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان او طالبانو د سرتېرو ترمینځ نښتې وشوې.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل.

پاکستان ته د کډوالو وروستۍ څپه تر هغې وروسته ورغله چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان پر افغانستان واکمن شول.