د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای ار سي وايي له پاکستانه وطن ته واپس شوي افغانان مرستو ته اړ دي


د کډوالو یوه کورنۍ د تورخم په لار افغانستان ته روانه ده: انځور له ارشیفه
د کډوالو یوه کورنۍ د تورخم په لار افغانستان ته روانه ده: انځور له ارشیفه

د ژغورنې نړیواله کمېټې ای ار سي خبرداری ورکړی دی چې له پاکستانه د ایستل شويو افغان کډوالو له نیمایي زیاته برخه له تیاره برخلیک سره مخامخ ده.

کمېټې له پاکستانه د افغانانو د جبري ایستلو د پیل د سلمې ورځې په پار، پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې دا خبرداری ورکړی دی.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په عین حال کې دا یادونه هم کړې ده چې هغه افغان وګړي چې د ځانګړو ویزو د پروګرامونو له لارې له خپلو کورنیو سره د بیا یوځای کېدو لپاره امریکا ته د تلو هڅه کوي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

هغه کمېټه د تورخم دروازې په څېر په ځینو سیمو کې له افغان کډوالو سره د مرستې پروګرامونه لري.

همداراز د دې ادارې ۲۸ دفترونه په امریکا کې له خپلو کورنیو سره د افغانانو د بیا یوځای کېدو په برخه کې کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر د لومړۍ نېټې راهیسې د بې اسناده کډوالو، چې زياتره يې افغان دي، د ایستلو لړۍ پيل کړې ده.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې چارواکي وایي چې تر اوسه څه باندې ۵۰۰،۰۰۰ افغانان خپل هېواد ته لېږدول شوي دي او دا بهیر روان دی.

د يو اېن اېچ سي ار په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

د پاکستان حکومت وايي، له دې پرته څو لکه افغانان په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته ورغلي دي.

د حکومت په وینا، په دې توګه په هغه هېواد کې د ټولو بې اسناده افغانانو شمېر شاوخوا ۱۷ لکه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG