د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ثبت شويو افغان کډوالو د اوسېدو موده د مارچ تر ۳۱مې غځولې ده


په پاکستان کې يو افغان کډوال په هغه هېواد کې د اوسېدو پي او ار کارډ ښکاره کړی دی ـ پخوانی انځور
په پاکستان کې يو افغان کډوال په هغه هېواد کې د اوسېدو پي او ار کارډ ښکاره کړی دی ـ پخوانی انځور

د پاکستان د قبایلو او سرحدونو چارو وزارت (سېفران) هلته د مېشتو راجسټر افغان کډوالو د اوسېدو مودې غځولو منظوري ورکړې ده.

سېفران د فبرورۍ پر اوومه په یوه جاري کړې اعلامیه کې خبر ورکړ چې د روان کال د مارچ تر ۳۱مې يې د کډوالۍ یا پروف اف رجسټرېشن (پي او ار) کارډ لرونکو افغانانو د اوسېدو موده غځولې ده.

تر دې وړاندې، د فبرورۍ پر درېيمه د پاکستان نګران وفاقي کابینې د سېفران پر غوښتنه د هغې پرېکړې منظوري ورکړې وه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) هم د فبرورۍ پر اوومه پر اېکس د سېفران خبرپاڼه خپره کړې او ورسره ليکلي يې دي چې د پاکستان حکومت د پي او ار کارډونو موده د روان ۲۰۲۴ز کال د مارچ تر ۳۱مې غځولې ده.

په پاکستان کې د ثبت شویو افغان کډوالو د کارډونو موده د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر پر ۳۱مه پای ته رسېدلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر د لومړۍ نېټې راهیسې د بې اسناده کډوالو، چې زياتره يې افغان دي، د ایستلو لړۍ پيل کړې ده.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې چارواکي وایي چې تر اوسه څه باندې ۵۰۰،۰۰۰ افغانان خپل هېواد ته لېږدول شوي دي او دا بهیر روان دی.

د يو اېن اېچ سي ار په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

د پاکستان حکومت وايي، له دې پرته څو لکه افغانان په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته ورغلي دي.

د حکومت په وینا، په دې توګه په هغه هېواد کې د ټولو بې اسناده افغانانو شمېر شاوخوا ۱۷ لکه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG