د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وايي افغان کډوال د پاکستان په ناامنيو کې رول نه لري


پاکستان کې پوليسو د قانوني اسناد نه لرلو په تور افغان کډوال نيولي دي ـ انځور له ارشيفه
پاکستان کې پوليسو د قانوني اسناد نه لرلو په تور افغان کډوال نيولي دي ـ انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د رییس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير ويلي دي په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د هغه هېواد په ناامنيو کې هېڅ رول نه لري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د مارچ پر څلورمه خبر ورکړ چې نوموړي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د اسيا او ارام سمندر سيمو له مشرې کيونګ جون او په افغانستان کې د هغه دفتر له مشر ليونارډ زولو سره په کابل کې د ليدنې پر وخت کړې دي.

مولوي عبدالکبير زياته کړه، پر دې سربېره زرګونه بې ګناه افغانان د پاکستان په زندانونو کې بنديان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر د لومړۍ نېټې راهیسې د بې اسناده کډوالو، چې زياتره يې افغان دي، د ایستلو لړۍ پيل کړې ده.

د هغه بهیر په پیل کې پاکستاني چارواکو تور پورې کړ چې یو شمېر افغانان د هغه هېواد په ناامنيو کې لاس لري.

بل خوا پږليسو د پاکستان په ځينو ښارونو، په ځانګړې توګه په کراچۍ کې سلګونه افغانان چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، بندیان کړي دي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې چارواکي وایي چې په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لاکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

د پاکستان حکومت وايي له دې پرته څو لکه افغانان په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته ورغلي دي. د حکومت په وینا، په دې توګه په هغه هېواد کې د ټولو بې اسناده افغانانو شمېر شاوخوا ۱۷ لاکه دی.

بل خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) پر خپله ویبپاڼه په یوه بیان کې ویلي دي د تېر ۲۰۲۳ کال په وروستيو مياشتو کې شاوخوا ۵ لاکه افغانان له پاکستانه په جبري ډول خپل هېواد ته واستول شول.

اوچا اټکل کوي چې په روان ۲۰۲۴ز کال کې به شاوخوا ۴۸۳،۵۰۰ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي چې په ۱۰۰ کې ۹۸ به یې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

XS
SM
MD
LG