په کراچۍ کې نامعلومه کسانو د بشري حقونو فعال او وکیل جبران ناصر له ځانه سره وړی دی.
د نوموړي مېرمنې منشا پاشا پر ټولنیزو رسنیو په خپرې شوې ویډیو کې ویلي چې د جون پر لومړۍ نېټه کور ته د تلو پر مهال يې شاوخوا ۱۵ کسانو لاره ونیوله. "موږ تر ډوډۍ خوړو وروسته کور ته پر لاره وو، چې یوه سپین ډبل کېبين موټر کې شاوخوا ۱۵ وسلوالو لاره بنده کړې وه. زما خاوند يې [کوز کړ] او له ځانه سره یې بوتلو.''
کچھ دیر پہلے میرے شوہر جبران ناصر کو پندرہ کے قریب مسلح لوگ اٹھا کر لے گئے ہیں ۔ اہلیہ منشا پاشا کا ویڈیو پیغام@MJibranNasir@manshapasha#JibranNasir #humanrightsactivist pic.twitter.com/kJJvnKWJV6
— Siasat.pk (@siasatpk) June 1, 2023
د مېرمن پاشا په خبره لا یې هم د خاوند "درک نه شته". نوموړي له خلکو غوښتي چې د ناصر د ژر ستنېدو لپاره غږ پورته کړي او دعا وکړي.
جبران ناصر د کراچۍ اوسېدونکی دی. نوموړی په کراچۍ کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان نقیب الله مسید د کورنۍ وکیل هم پاتې شوی دی.
د سيمي پوليسو اېس پي احمد فيصل چودري مشال راډيو ته وويل، د ټولينزو رسنیو له لارې د جبران ناصر له تښتونې خبر شوی او د پېښې تر پلټنو وروسته به معلومات شریکوي.
دا هم وګورئ:
راو انوار د سفري بندیز ليرې کېدو لپاره سپریم کورټ ته خواست کړید نقيب مسود وکيل: د راو انوار په ازادۍ اندېښمن يو د پاکستان بشري حقونو کمېشن وايي جبري لادرکۍ او له انساني حقونو سرغړونې زیاتې شوې دي پښتون ژغورنې غورځنګ باجوړ کې د لادرکه خلکو موندلو لپاره مظاهره کړېد پاکستان د بشري حقونو کمېشن د جبران ناصر پر تښتولو اندېښنه ښوولې او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې.
کمېشن ویلي، په کراچۍ کې د وسلوالو له لوري د ناصر تښتونې اندېښمن کړی دی. سازمان د تښتوونکو پر ضد د قانوني چلند هم ویلي دي.
HRCP is deeply concerned by reports that lawyer and activist @MJibranNasir has been abducted by unknown armed persons in Karachi. We demand that he be safely recovered immediately and his abductors held accountable under the law.
— Human Rights Commission of Pakistan (@HRCP87) June 1, 2023
د بشري حقونو فعالانو او ځینو سیاستوالو پر ټولنیزو رسنیو دغه پېښه غندلې او په سمدستي توګه یې د نوموړي د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
جبران ناصر د قانون پوه ترڅنګ د بشري حقونو فعال دی. هغه له کراچۍ په ۲۰۱۳ز کا او د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې د ازاد کاندید په توګه هم برخه اخیستې وه.
فارن پالیسي مجلې په ۲۰۱۳ز کال کې جبران ناصر د هغو دریو پاکستانیانو په نوملړ کې شامل کړی وو چې د مذهبي تاوتریخوالي پر وړاندې ښه کار کوي.
په دا وروستيو کې د حکومت له خوا د پاکستان تحريک انصاف د مشرانو او پلويانو د نيولو او سیاسي کړکېچ په اړه جبران ناصر پر حکومتي تګلارو نيوکې کولې.