د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېند کې د هندوو نجونو د مذهب بدلولو په اړه متضادې دعوې


له سنده هندوې نجونې په مبینه ډول، د هولي جشن پر مهال تښتول شوې دي.
له سنده هندوې نجونې په مبینه ډول، د هولي جشن پر مهال تښتول شوې دي.

پراګ ـ د هند او پاکستان رسنیو په سند صوبه کې د هندوو جینکیو د مذهب د بدلولو په اړه د دواړو خواوو د چارواکو د نظرونو په رڼا کې راپورونه خپاره کړي دي.

ډیلي ټایمز ورځپاڼه لیکي، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري د مارچ پر ۲۴مه ویلي، وزیراعظم عمران خان د سیند صوبي حکومت ته هدایات ورکړي چې دوو هندوو جینکیو د کم عمرۍ د ودونو او په زوره د مذهب بدلولو د پېښې پلټني دې وکړي او په دې لړ کې دې په سمدستي توګه ګامونه پورته کړي.

د راپورونو له مخې دوه خویندې رینا او روینا څو ورځې وړاندې د سیند صوبي له ګوټکي سیمي څخه تښتول شوې وې.

خو د هندوستان ( اېن ـ ډي ـ ټي ـ وي ) د ټایمز اف انډیا په حواله راپور خپور کړی چې ورکې راغلي، دوې هندوې نجونې په زوره تر تښتول کېدو وروسته په زوره مجبورې کړل شوي چې له خپله مذهبه دې واوړي.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر فواد چوهدري په ټویټر لیکلي، دا دوه جینکۍ تر ودولو وروسته رحیم یار خان سیمي ته وړل شوې دي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج د مارچ پر ۲۴مه په ټویټر پیغام کې وویل چې په اسلام اباد کې یې د هندوستان له های کمېشنر څخه د دې پېښې په اړه معلومات غوښتي دي.

له دې بیانه وروسته یو وارې بیا د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو د وفاقي وزیر بل ټوېټ پیغام مخې ته راغلو چې پکې نوموړي ویلي، دا د پاکستان کورنۍ مسئله ده.

ډیلي ټایمز ورځپاڼه لیکي، دا پيښه له هغې وروسته څرګنده شوه چې په یوې ویډیو کې د یادو دوو جینکو پلار او ورور تور پورې کړ چې هغوی تښتول شوې او په زوره اسلام مذهب خپلولو ته مجبوره کړل شوې دي. خو بیا په یو بله ویډیو کې دوه جینکۍ وايي چې اسلام یې په خپله خوښه قبول کړی دی.

بلخوا په پاکستان کې ګڼو مدني فعالانو د دې هندوو جینکو د کم عمرۍ ودونو او په زوره مذهب بدلولو د پېښې غندنه او له چارواکو یې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، په کراچۍ کې مدني فعال جبران ناصر په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، دوو خوېندو ۱۴ کلنې رینا او ۱۶ کلنې روینا په ګوټکي سیمه کې په یوې درګاه کې اسلام قبول کړی دی.

بل لور ته د پاکستان سرکاري خبري اژانس لیکلي چې د کورنیو چارو وزیر شهریار افریدي د اتوار پر ورځ د سیند صوبې د پولیسو مشر ته له ګوټکي څخه د دوو هندوو تښتول شوو جینکو د پلټنو کولو ویلي دي. نوموړي زیاته کړه، دا جینکۍ د پاکستان وګړي دي. شهریار افریدي وايي، د حکومت ذمه واري ده چې خپل وګړي له هغو کسانو وژغوري چې مذهب د خپلو ګټو لپاره کاروي.

په پاکستان او په ځانګړي توګه په سیند صوبه کې تر دې وړاندې هم د کم عمرۍ ودونو او په زوره د مذهب بدلولو پېښې رپورټ شوې دي. د بشري حقونو ادارو په وینا، د دې ستونزي له وجې ځیني هندوان او دغسې نور اقلیتونه سیمي یا پاکستان پرېښودو ته اړ شوې دي.

XS
SM
MD
LG