افغانې ښځې د تعلیم او کار اجازه غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په افغانستان کې ښځې وايي، د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یې ژوند ګران شوی او ستونزې یې زیاتې شوې دي. دوی وايي، پخوا یې یا په حکومتي دفترونو کې کار کاوه او یا یې زده کړې کولې، خو اوس له دې بنیادي حقونو بې برخې دي. د طالبانو حکومت وايي، په یوشمېر برخو کې ښځې کار کوي او د نجونو تعلیم لپاره تګلاره جوړوي. د اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانسونو له ویډیو جوړ رپورټ.