بلوچستان نېشنل ګوند (مېنګل) او نېشنل پارټۍ د رېکوډېک د سرو زرو او مسو د کان پروژې په اړه د وفاقي حکومت لخوا شوې موافقې خلاف احتجاج کړی دی.
د پخواني وزيراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ په مشرۍ، نېشنل پارټۍ غړيو د بلوچستان په بېلابېلو ضلعو کې د ديسمبر پر ۱۸مه احتجاج وکړ. مظاهره کوونکو ويل چې وفاقي حکومت دې د رېکوډېک د سرو زور او مسو استخراج حقونه د ځان سره نه ساتي بلکې دا دې صوبې ته ورکړي.
د پاکستان پارلېمان د ډېسېمبر پر ۱۲مه د "بهرنۍ پانګونې د ترویج او تحفظ" په نوم مسوده منظوره کړه او ولسمشر عارف علوي د دیسمبر پر ۱۳مه له وفاقي کابینې څخه تر منظورۍ وروسته پرې لاسلیک وکړ چې ورسره اوس هغه د قانون په توګه لازم الاجرا ده.
خو بلوڅان پر دې معاهده خوشاله نه دي. بلوچستان نېشنل پارټۍ (مينګل) په کوټه کې د مظاهرې په وخت پر بېنرونو ليکلي وو چې د پاکستان وفاقي حکومت دې د بلوڅانو وسايل نه وړي.
آج بلوچستان بھر سمیت کوئٹہ میں بھی ریکوڈک خفیہ معاہدے اور قانون سازی کے خلاف بلوچستان نیشنل پارٹی کے مرکزی کال کے مطابق احتجاجی مظاہرہ کیا گیا۔ جہاں عوام کی کثیر تعداد نے شرکت کی۔@sakhtarmengal pic.twitter.com/a5uY165pjE
— Balochistan National Party - BNP (@MediaCellBNP_) December 18, 2022
د دې ګوند ویاند غلام نبي مري د دیسمبر پر ۱۸مه، مشال رېډیو ته وویل چې د اتلسم اییني بدلون لاندې دې د صوبايي خودمختارۍ احترام او بلوچستان ته په خپلو وسایلو اختیار ورکړل شي.
هغه زیاته کړه: "زموږ مطالبه دا وه چې څو ورځې مخکې د بلوچستان اسمبلۍ، سیند اسمبلۍ، قامي اسمبلۍ او سېنیټ کې د ریکوډېک په حواله یو بیل جمع شو، یو قرارداد پاس شو، مونږ د دې مخالف یو. دا قرارداد د صوبو پر حقونو ډاکه ده."
دا هم وګورئ: په وفاقي حکومت کې شامل ۲ ګوندونه د رېکوډېک پروژې پر نوي قانون ولې نیوکې کوي؟د پاکستان حکومت څو ورځې وړاندې د بلوچستان چاغي سیمې رېکوډېک نومې د سرو زرو او مسو د کان تړون د کاناډا له بیرک ګولډ کمپنۍ سره لاس لیک کړی چې له قامي اسمبلۍ د نوې قانوني مسودې تر منظورۍ وروسته به یې د ټیکسونو اړوند اختیار د بلوچستان پر ځای له وفاقي حکومت سره وي.
تر دې وړاندې د پاکستان په اېتلافي حکومت کې د شاملو ګوندونو د بلوچستان مشرانو هم د دې پروژې په اړه د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ د قرارداد او د پاکستان په پارلېمان کې د قانوني مسودې پر منظورۍ نیوکې کړې وې او دا کار یې د ۱۸م اییني ترمیم خلاف بللی وو.
خو د بلوچستان اعلاوزیر عبدالقدوس بزنجو د ډېسېمبر پر ۱۷مه پر ټوېټر ليکلي چې د بیرک ګولډ کارپورېشن په نوم له شرکت سره د سرو زرو او مسو د استخراج موافقه د صوبې لپاره ګټوره ده. نوموړي زیاته کړې چې د ډېسېمبر له ۱۶مې څخه د اته اربه امریکايي ډالرو عملي شوې موافقه د صوبې او وفاق استازو لاسلیک کړې ده.
خو بلوڅ فعالان د چارواکو پر دې خبرو مطميين نه دي. د دیسمبر پر ۱۷مه، د "بلوڅ یکجهتي کونسل" په نوم د سازمان تر چتر لاندې یوشمېر بلوڅانو د دې معاهدې په خلاف احتجاج وکړ. ویناوالو وویل چې د رېکوډيک د سرو زرو او مسو کان د بلوچستان د خلکو ملکيت دی نو ځکه یې دوی د وفاق له خوا له نړيوالو کمپنيو سره سودا نه مني.