د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د رېکوډېک د پروژې موافقې پرضد احتجاج شوی دی


د چاغي په رېکوډېک کې د سرو زرو او د مسو د کان یوه څنډه - پخوانی انځور.
د چاغي په رېکوډېک کې د سرو زرو او د مسو د کان یوه څنډه - پخوانی انځور.

په بلوچستان کې د "بلوڅ یکجهتي کونسل" په نوم د سازمان تر چتر لاندې یوشمېر بلوڅانو په چاغۍ کې د رېکوډېک (رکوډک) د سرو زرو او مسو د کان پروژې په اړه د شوې موافقې خلاف احتجاج کړی دی.

ویناوالو د ډېسېمبر پر ۱۷مه د بلوڅ يکجهتي کونسل مظاهرې ته وویل چې د رېکوډيک د سرو زرو او مسو کان د بلوچستان د خلکو ملکيت دی نو ځکه یې دوی د وفاق له خوا له نړيوالو کمپنيو سره سودا نه مني.

تر دې وړاندې د پاکستان په اېتلافي حکومت کې د شاملو ګوندونو د بلوچستان مشرانو هم د دې پروژې په اړه د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ د قرارداد او د پاکستان په پارلېمان کې د قانوني مسودې پر منظورۍ نیوکې کړې وې او دا کار یې د ۱۸م اییني ترمیم خلاف بللی وو.

خو د بلوچستان اعلاوزیر عبدالقدوس بزنجو د ډېسېمبر پر ۱۷مه پر ټوېټر ليکلي چې د بیرک ګولډ کارپورېشن په نوم له شرکت سره د سرو زرو او مسو د استخراج موافقه د صوبې لپاره ګټوره ده.

نوموړي زیاته کړې چې د ډېسېمبر له ۱۶مې څخه د اته اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو عملي شوې موافقه د صوبې او وفاق استازو لاسلیک کړې ده.

د پاکستان پارلېمان د ډېسېمبر پر ۱۲مه د "بهرنۍ پانګونې د ترویج او تحفظ" په نوم مسوده منظوره کړه او ولسمشر عارف علوي د ډېسېمبر پر ۱۳مه له وفاقي کابینې څخه تر منظورۍ وروسته پرې لاسلیک وکړ چې ورسره اوس هغه د قانون په توګه لازم الاجرا ده.

د پاکستان د قانوني چارو وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ ویلي چې د دې پروژې له "بیاژوندي" کولو سره به په هېواد کې له ۳۰ څخه تر ۵۵ اربه امریکايي ډالرو پانګونه وشي.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه وايي، حکومت په ۲۰۰۶ز کال کې د رېکوډېک د کان استخراج پروژه له کاناډايي بیرېک ګولډ او د لاتیني امریکايي هېواد چېلې له انتوفګستا شرکتونو سره لاسلیک کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG