د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالقدوس بزنجو: له "مرورو بلوڅانو" سره خبرې کوو


د بلوچستان نوي ټاکل شوي اعلا وزير عبدالقدوس بزنجو وایي د بلوچستان د مشرانو په ملتیا به له "مرورو بلوڅانو" سره به خبرې کوي. 
د بلوچستان نوي ټاکل شوي اعلا وزير عبدالقدوس بزنجو وایي د بلوچستان د مشرانو په ملتیا به له "مرورو بلوڅانو" سره به خبرې کوي. 

د بلوچستان اعلا وزير عبدالقدوس بزنجو وایي د بلوچستان د مشرانو په ملتیا به له "مرورو بلوڅانو" سره به خبرې کوي.

نوموړي د نومبر پر پنځمه په کوټه کې يوې خبري غونډې ته وویل، "زموږ ټول دوستان چې له موږ مرور دي او په بهر ملکونو کې دي، له هغوی ټولو سره په رابطه کې یو، د بلوچستان له لویو شخصیتونو سره به دوی ته ورځو او له هغوی سره به يو ځای وطن ته را ستنېږو".

له پاکستانه خپلواکۍ غوښتونکو بلوڅو مشرانو تر اوسه د عبدالقدوس بزنجو د دې خبرو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې د نورو حکومتونو دا ډول اعلانونه رد کړي دي.

دوي ویلي په وار وار ویلي دي چې ولسي حکومتونه له دوی سره د خبرو اترو واک نه لري.

بلوڅ ازادي غوښتونکي وايې چې د بلوچستان پر شتمنيو د دې صوبې د خلکو اختيار نه شته او تور پورې کوي چې د بلوڅو له پوښتنې او خوښۍ پرته د بلوچستان ټول وسايل لوټل کېږي.

خو د پاکستان مرکزي حکومتونو دغه تورونه رد کړي او ځينې وخت يې دا هم ويلي چې دغه بېلتونپاله د نورو هېوادونو لخوا حمايه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG