د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان، معدنیات، تندلاري او جوړ جاړی


په امريکايي وېبپاڼه کرسچن ساينس مونيټر کې ليکوالې مهوش احمد د بلوچستان پېژندنې په اړه يو مقاله ليکلې چې وايي، د پاکستان د نا آرامه صوبې بلوچستان په اړه د پوهاوي لپاره بايد پنځو ټکو ته پام وکړل شي. نوموړې ليکي، که څه هم په دې صوبه کې يو شمېر معدني وسايل شتون لري خو دغه صوبه د افغان طالب مشرانو، شيعه ضد وسله والو او د بلوڅ بېلتون غوښتونکو يوه ګډوله جوړه شوې ده.

مهوش احمد په کرسچن ساينس مونيټر وېبپاڼه کې ليکي، د پاکستان د نا آرامه صوبې بلوچستان په اړه د پوهاوي لپاره بايد پنځو ټکو ته پام وکړل شي. لومړی دا چې بلوچستان ولي مهمه صوبه ده؟ نوموړې د د ې پوښتنې په ځواب کې ليکي، بلوچستان د مځکې له پلوه د پاکستان تر ټولو لويه صوبه ده خو آبادي يې تر ټولو کمه ده. دا صوبه د هيواد تر ټولو لويه ساحلي پټۍ او په ګوادر کې ژوره سمندري بندرګاه لري. له سټراټيجيک پلوه هم دا صوبه ډېر ارزښت لري او د دوو هيوادونو افغانستان او ايران سره ګډه پوله لري. بلخوا په دې صوبه کې ګېس، تيل، سره زر، کرومايټ، مس او د کويلې په ګډون يو شمېر قدرتي زيرمې شتون لري.

ليکواله پر مخ ليکي، دوهمه نکته دا ده چې د بلوچستان بېلتون غوښتونکي څوک دي؟ نوموړې په ځواب کې ليکي، د صوبې د نسلي بلوڅانو يوه ډله د بلوچستان د آزادۍ غوښتنه کوي او دوی تر هغه وروسته خپله مبارزه تنده کړه کله چې په ۲۰۰۷م کال کې د بګټې قبيلې مشر او د دې صوبې پخوانی وزيراعلی اکبر بګټی ووژل شو. د دوی د دې غوښتنې په غبرګون کې د پاکستان په زرګونه امنيتي سرتيري په دې صوبه کې ځای په ځای شول چې له قانوني چوکاټ څخه دباندي په وژنو تورن دي. بلخوا پر بلوڅ بېلتون غوښتونکو دا تور لګيږي چې په صوبه کې پر مېشتو پنجابيانو بريدونه کوي.

ليکواله زياتوي، دريمه نکته دا ده چې د بلوچستان اسلام پاله څوک دي؟ نوموړې په ځواب کې ليکي، د دې صوبې په لوی ښار کوټه کې يو وخت د افغان طالب مشرانو ډلې شتون درلودی چې د کوټې شورا په نامه يادېدل. اوس هم د کوټې په شا و خوا سيمو کې يو شمېر افغان طالبان استوګن دي. بلخوا په دې صوبه کې سني سخت دريځه ډله لشکر جنګوي فعاليت کوي چې د شيعه هزارګانو د وژنو پړه په غاړه اخلي.

ليکواله پر مخ ليکي، څلورمه نکته دا ده چې په دې صوبه کې کوم ډول اوسني پرمختګونو ته کتل په کار دي؟ نوموړې په ځواب کې ليکي، په کوټه ښار کې د جنوري په لسمه نېټه په بمي چاودنو کې ۱۳۰ کسان ووژل شول چې زياتره يې هزارګان ول. تر پيښې وروسته شيعه هزارګان د وژل شوو د جسدونو سره يو ځای تر څلورو ورځو د احتجاج په توګه کښېناستل او د مړو له ښخولو څخه يې ډډه وکړه. دا ګام د صوبايي حکومت بې غوري په ډاګه کړه. بلخوا د صوبې زياتره بلوڅان هم پر صوبايي حکومت نيوکه کوي چې د مرکز تګلاره پر مخ بيايي.

ليکواله په پای کې ليکي، پنځمه نکته دا ده چې په بلوچستان کې څه ډول نړيوال مداخلت دوام لري؟ نوموړې په ځواب کې ليکي، چينايان د دې صوبې په بېلا بيلو برخو کې قدرتي زيرمې را باسي. د عربانو په اړه ويل کيږي چې د صوبې په بېلا بيلو برخو کې په تفريحي ډول ښکار کوي. هند په دې تورن دی چې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي خو د دې ادعا ثبوت نشته. بلخوا يو شمېر غربي هيوادونو بلوڅ سياسي مشرانو ته پناه ورکړې ده. د دې سربېره د امريکايي کانګرېس غړي دانا رورا بېکر په کانګرېس کې د بلوچستان د خپلواکۍ په اړه يو بل وړاندي کړی چې د پاکستان لخوا په سختو ټکو کې وغندل شو. خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې امريکا د پاکستان د خپلواکۍ احترام کوي.
XS
SM
MD
LG