له ټي ټي پي سره د سولې مذاکراتي عمل بيا پيلېدو څومره امکان شته؟

تحريک طالبان پاکستان د نومبر پر ۲۸مه خپلو جنګیالیو ته په پاکستان کې د بريدونو د بیا پیلولو امر وکړ ــ پخوانی انځور

له ناقانونه تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د خبرو لپاره د پاکستان حکومتي جرګې يو غړی او پخوانی سېنېټر صالح شاه وايي چې له هغې وسلوالې ډلې سره مذاکرات د "حکومت د وس کار" دی خو خبرې اترې لا ورسره نه دي درېدلې.

نوموړي دا خبره د نومبر پر ۳۰مه مشال راډيو ته تر هغه وروسته وکړه چې د نومبر پر ۲۸مه ټي ټي پي خپلو جنګیالیو ته په پاکستان کې د بريدونو د بیا پیلولو امر وکړ.

صالح شاه وویل په خبرو اترو کې څه ځنډ ضرور راغلی وو خو باور لري چې هغه پروسه به بیا پیل شي. "پاکستان دا نه دې ويلي چې [له طالبانو سره] مذاکرات کول نه غواړي او د تحریک طالبان پاکستان هم څه ځواب لا نشته چې موږ مذاکرات نه کوو. خو زما معلومات دا دي چې هغه مذاکرات لا بند نه دي. [په پاکستان کې] نوی پوځي مشرتابه راغلی نو پاليسي ترتیبول خو وخت غواړي، نو چې مذاکرات شروع شي اوربند به هم پکې مخې ته راشي."

صالح شاه کوم مشخص وخت و نه ښود چې له ټي ټي پي سره به دا خبرې اترې به کله پيل شي.

د ټي ټي پي لخوا په پاکستان کې د بريدونو پيلولو تر اعلان دوې ورځې وروسته، د نومبر پر ۳۰مه، په کوټه کې پر پولیسو بريد کې څلور کسان ووژل شول او ۲۷ نور ژوبل شول.

طالبانو د بريدونو پيلولو لامل د هغوی خلاف په خيبر پښتونخوا کې د پاکستان پوځي عملیات ښوولي. تر دې وړاندې د تېر کال (۲۰۲۱ز) په اکتوبر مياشت کې د حکومت او طالبانو تر مينځ مذاکرات پیل شول چې د سولې د پروسې لپاره یوه ۵۳ کسیزه حکومتي جرګه جوړه شوه.

خو په ډېسېمبر کې هغه خبرې اترې وځنډېدې. وروسته د روان کال (۲۰۲۲ز) په مې کې د ټي ټي پي او حکومت تر مينځ د بیا مذاکراتو په نتیجه کې په جون مياشت کې اوربند تر نامعلومې مودې وغځول شو.

دا هم وګورئ:

د حکومت او طالبانو ترمینځ له مذاکراتو څخه کومې غاړې زیاته ګټه واخيسته؟د ټي ټي پي بیا فعالېدو د خلکو ژوند څومره اغېزمن کړی دی؟د لکي مروت ضلعې خلک وايي حکومت دې د "ورغلیو طالبانو" مخه ونیسي‌ایا د "پارليمان ګډه غونډه" د ناامنۍ مسلې ته حل موندلی شي؟

د پاکستان پخوانی پوځي چارواکي ریټایرډ بریګيډیېر سید نذیر مشال راډيو ته وویل چې پر اوربند سربېره پر امنیتي ادارو د طالبانو حملې او په ځينو سیمو کې د وسلوالو خلاف وړې پوځي کاروایانې روانې وې چې اوس یې طالبانو په رسمي ډول د ختمولو اعلان وکړ.

نوموړی زياتوي چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د سولې پروسه پر عملي کچ موجوده نه وه. "طالبان په خپل نوي اعلان سره غواړي چې بیا فشار راوړي چې خبرې اترې بیا پيل شي. بلخوا په پاکستان کې یو مضبوط سیاسي حکومت نه دی او د سولې او جنګ ذمه واري ډېره ضروري ده. بیا په سوات او نورو سیمو کې چې د طالبانو کوم غړي ښکاره شول هغې هم د وېرې ترهې یوه فضا جوړه کړه او خلک د امن لپاره راووتل."

سيد نذير دا ګڼي چې یو ځل به بیا له طالبانو سره د سولې مذاکرات پيلېږي ځکه د هغه په وينا امن د جنګ له لارې نه بلکې د خبرو اترو له لارې راځي.

د اطلاعاتو په برخه کې د خيبرپښتونخوا د اعلا وزير سلاکار بیرسټر محمد علي سیف د نومبر پر ۲۹مه په پېښور پوهنتون کې يوې غونډې ته په وينا کې وويل چې د وسلوالو پرضد پوځي عمليات د مسلې مستقل حل نه دی او بايد د سولې خبرې ختمې نه کړل شي.

په پېښور کې شنونکي مشتاق یوسفزي د نومبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې هغه وخت د ځنډ ښکار شوې چې کله طالبان په سوات کې ښکاره شول او د پخوانۍ فاټا د انضمام ختمولو تر څنګ یې دا غوښتنه کوله چې له وسلې سره دې خپلو سیمو ته د ورتګ اجازه ورکړل شي.

د نوموړي په وينا، بلخوا د پوځ هغه لوړپوړي مشران هم بدل شول چې د سولې د خبرو پروسه یې پیل کړې وه. د نوموړي اشاره د د پاکستان د استخبارتي ادارې پخواني مشر لېفټينېنټ جنرال فيض حميد ته وه. "اوس به کتل وي چې حکومت د ټي ټي پي اعلان ته په کومه سترګه ګوري او د پوځ د نوي مشر ستراتيژي څه ده؟ بل دا چې له پاکستان سره پیسې نشته. مخکې خو به ناټو وه او امریکا وه، هغوی به پیسې ورکولې او کاروایانې به کېدلې. اوس د هغو کارروایانو ضرورت هم نشته ځکه چې د طالبانو په قبضه کې سیمې نشته. اوس ټول د استخباراتو جنګ دی. دوی دا کولای شي چې خپل سرحدونه محفوظ وساتي او د حملو مخکې یې مخه ونیسي."

ناقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې د شمالي وزيرستان او جنوبي وزیرستان تر څنګ په ځينو نورو قبایلي ضلعو کې مرکزونه درلودل. د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په جون مياشت کې د ټي ټي پي پر ضد د ضرب عضب په نوم عملیات وکړل چې د هغه ډلې يوشمېر جنګیالي او مشران افغانستان ته واوښتل. د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې پر کابل د افغان طالبانو تر قبضې وروسته په خيبر پښتونخوا کې یو ځل بیا د پاکستانيو طالبانو کاروایانې مخ پر زیاتېدو دي.