د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان استخباراتي ادارې مشر جنرال فيض حميد کابل ته تللی


د پاکستان د استخباراتي ادارې - ای اېس ای - مشر جنرال فيض حمید نن (د سېپټېمبر پر څلورمه) کابل ته تللی.

نوموړي د کابل په سيرينا هوټل کې له خبریالانو سره په خبرو کې وويل چې هلته د پاکستان له سفير منصور احمد خان سره د ليدو لپاره تللی دی.

له نوموړي چې کله پوښتنه وشوه چې ايا هغه به له طالب چارواکو سره ليده کاته کوي، نو جنرال حميد په ځواب کې وويل چې د پاکستان سفير به له طالب چارواکو سره خبرې کوي. له نوموړي سره پر دې مهال د پاکستان سفیر منصور احمد خان هم موجود و.

خو نوموړي په عين حال کې وويل چې پاکستان غواړي، په افغانستان کې د ثبات او یو ټول شموله حکومت جوړولو لپاره کار وکړي.

د اګست پر ۱۵مه د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو وروسته جنرال فيض حميد د یو بهرني هېواد مهم چارواکی دی، چې کابل ته سفر کوي.

په کابل کې د مشال راډيو خبريال وايي چې کله جنرال فيض حميد د کابل سيرينا هوټل ته ورغلی نو د قطر په شمول د ځېنو نورو عرب هېوادونو استازو هم د هغه هرکلی وکړ.

نوموړی په داسې وخت کې کابل ته تللی چې طالبانو ویلي، دوی یو نوي حکومت جوړولو ته نېږدې شوي دي.

د راپورونو له مخې د طالبانو مرستیال او د دې ډلې یو بنیاد ایښودونکی ملا عبدالغني برادر به د طالبانو د راتلونکي حکومت مشر وي.

د طالبانو یو چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو جګپوړي مشران کابل ته رسېدلي او د نوي حکومت د اعلانولو وروستۍ مرحلې ته تیاری نیسي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG