په خيبر کې د ډينګي ناروغۍ د خپرېدو وېره ښوول شوې

دا تصویر د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر دی او د پېښور په يو روغتون کې د ډينګي وهلو ناروغانو وارډ ښيي.

د خیبر ضلعې چارواکي‌ وايي د لواړګي په ولي خېلو کې د ډينګي ناروغي خپره شوې چې نورو سيمو ته هم غځېدلی شي.

د ضلعې د ډینګي، ملیریا او لېشمنایسېس (لشمینیا) د کنټرول پروګرام یو چارواکي شاه محمد د جولای پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې په سرکاري روغتونونو کې تر اوسه خوا اوشا پینځلسو کسانو کې د ډینګي ناروغۍ تصدیق شوی دی.

هغه زیاته کړه: "ځینې کسان شخصي روغتونونو ته هم وړل شوي نو ځکه د ډينګي ناروغانو کره شمېر لا معلوم نه دی. خو د صحت څانګې د ماشو وژونکي سپرې کول پيل کړي دي. په ولاړو اوبو کې د ډينګي ناروغۍ پيدا کوونکو ماشو د هګيو د ختمولو کار هم روان دی. کوښښ‌کوو چې په روغتونو کې د ډينګي د معلومولو وړيا ټيسټونه ډير کړو."

دا هم وګورئ: د خیبر پښتونخوا حکومت د ډینګي ناروغۍ مخنیوی څنګه کوي؟

ډينګي ناروغي د ماشو د چيچلو له وجې پيدا کيږي. دا ماشي په ولاړو اوبو کې هګۍ اچوي او څومره چې اوبه سخا وي، هغومره یې د زیاتېدو خطر ډير وي. د خيبر ضلعې چارواکي پر خلکو غږ کوي چې د ډنډونو خواته دې نه ورځي او ولاړې اوبه که ډيرې ضروري نه وي، دې وچې کړي.

شاه محمد مشال راډيو ته وويل چې له ټولو خلکو هيله لري چې د ماشو ضد سپرې وکړي. د هغه په وينا خلک بايد په کورونو کې د اوبو لوښي هم پټ وساتي‌چې ماشي ورنه شي. د نوموړي په خبره که په چا کې د ډينګي نښې وي نو زر دې ډاکټر يا ريوغتون ته ورشي. په دې علايمو کې سخته تبه، سردرد، سر ګرځیدل او د سترګو درد شامل دي. په ځينو وختونو کې ورسره قې او اسهال هم وي او په بدن ورسره وړې سرې دانې هم راخیژي.

ځايي خلک غوښتنه لري چې د صحت څانګه دې د ماشو ضد سپرې د کولو اسانۍ لپاره په معلومو ځایونو کې کمپونه ولګوي. د لواړګي اوسيدونکی، ساجد شینواري مشال راډيو ته وويل چې د طبي کمپونو په لګولو سره به خلکو ته د روغتيايي‌ موادو او سپرې په ترلاسه کولو کې اساني پيدا شي. نوموړي همداراز ټينګار وکړ چې د صحت اداره بايد په خلکو کې د ډينګي ناروغۍ په اړه پوهاوی عام کړي.

د خیبر د صحت محکمې چارواکو د معلوماتو ترمخه، تیر کال په خیبر ضلع کې څه باندې درې سوه کسان، ډینګي ناورغۍ وهلي وو. په دوی کې شپږ کسان ترې مړه شوي هم وو.