د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې ډینګي سلګونه کسان ځپلي


ډینګي ناروغان له نورو جلا ساتل کېږي
ډینګي ناروغان له نورو جلا ساتل کېږي

پراګ ـ د خیبر پښتونخوا د روغتیا وزارت په روان کال کې، پر ډینګي ناروغۍ د سلګونو کسانو د اخته کېدو خبر ورکوي.

چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا صوبه سږ کال بیا هم د ډینګي بېمارۍ سره لاس او ګرېوان ده او تر ټولو زیات خلک یې په پېښور کې اغېزمن کړي چې شمېره یې له ۸۰۰ پورته ده.

د یادې صوبې د روغتیا د وزارت ویاند سید بلال حسین د سېپټمبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې د سېپټمبر تر ۱۳مې نېټې پورې په ټوله صوبه کې نږدې ۱۱۰۰ کسان پر ډینګي اخته شوې دي.

"پرون ماښامه پورې ټوله شمېره ۱۰۹۱ وه. تر ټولو زیات کسان په پېښور کې متاثره شوي دي چې شمېره یې ۸۰۱ ده. د خدای شکر دی تر اوسه د ډینګي له وجې څوک مړه شوي نه دي."

د ډینګي ماشو د ختمولو لپاره دواپاشي روانه ده
د ډینګي ماشو د ختمولو لپاره دواپاشي روانه ده

که څه هم بلال حسین وايي، تر اوسه په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ډینګي له وجې څوک مړه شوي نه دي، خو د پاکستان ټوډی وېبپاڼې په خپل یو راپور کې لیکلي چې سږ کال په ټول پاکستان کې تر دې دمه درې کسان د ډینګي د بیمارۍ له وجې مړه شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي د سېپټمبر پر ۱۴مه، مشال راډیو ته وویل، هغه اوازې سمې نه دي چې ګواکې ډینګي په خیبر پښتونخوا صوبه کې وبايي حالت غوره کړی دی او د هغه په وینا د تېر کال پرتله سږ کال د یادې بیمارۍ کچه ټیټه ده.

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د صحت د کمېټۍ یو غړي لیاقت علي خان د سېپټمبر پر ۱۴مه، مشال راډیو ته وویل چې حکومت له دغې بیمارۍ د خلکو د ژغورلو لپاره لازم اقدامات کړي دي.

"حکومت خلکو ته [مچردانۍ] ورکړي، دواپاشي یې کړېده او د خلکو د پوهاوي لپاره ګرځنده ټیمونو نه کار اخېستل شوی دی. حکومت په ډینګي د اخته شویو کسانو د علاج لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي."

د خیبر پښتونخوا د روغتیا وزارت ویاند سید بلال حسین وايي، د روغتیا وزیر هشام انعام الله ټولو هسپتالونو ته امر کړی چې د ډینګي د ناروغانو ځانګړې پاملرنه وکړي.

"د خیبر پښتونخوا د صحت وزیر امر کړی چې د صوبې په ټولو هسپتالونو کې دې ډينګي ناروغانو ته ځانګړي چپرکټونه ورکړل شي، هغوی ته دې ویړیا درمل ورکړل شي او همدا رنګه ورته ویل شوي چې د ډینګي د ټیسټونو پیسې دې له چا وانخېستل شي."

په پېښور کې یو تن مچردانۍ یا پشه خانې خرڅوي
په پېښور کې یو تن مچردانۍ یا پشه خانې خرڅوي

له پېښوره وروسته په سوات کې د ډینګي زیاتې پېښې مخې ته راغلې دي چې شمېره یې ۱۱۸ ده.

همدا رنګه په ایبټ اباد کې ۳۱، بټګرام کې ۲۶، کوهاټ کې ۲۳، باجوړ کې ۲۱، صوابۍ کې ۱۶، په کوز او بر دیر کې ۱۵، هریپور کې ۱۲،خیبر کې ۱۰، بونیر کې ۶، مانسهره کې ۵ او بنو کې درې کسان ډینګي ځپلي دي.

ډینګي د ولاړو اوبو د ماشو نه خورېږي خو کارپوهان وايي که پر وخت دواپاشي پرې وشي نو مخه یې نېول کېدی شي.

XS
SM
MD
LG