د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې ۶۶ کسان ډینګي ناروغۍ نیولي: ډاکټر رحمان


ډاکټر سلمان خان مشال راډیو ته وویل، د ډينګي ناروغي په خاصه توګه د ماشو د چيچلو نه خوريږي.
ډاکټر سلمان خان مشال راډیو ته وویل، د ډينګي ناروغي په خاصه توګه د ماشو د چيچلو نه خوريږي.

د خيبر پښتونخوا د صحت محکمه وايي چې د صوبې په ۲۰ ضلعو کې په ډينګي وايرس اخته شوي کسان مخې ته راغلي دي.

د صحت په صوبايي محکمه کې د ډينګي ناروغۍ د څانګې مشر ډاکټر رحمان اپریدي د نومبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وويل چې دا مهال د صوبې په مختلفو ضلعو کې په ۶۶ کسانو کې د ډينګي ناروغۍ پخلی شوی دی.

ده وویل، "تر اوسه د خيبر پښتونخوا د مانسهرې ، بټګرام ، هري پور، شانګلې ، کوز کوهسستان او ايبټ اباد ضلعو سره تعلق لرونکو ۶۶ کسانو کې د ډينګي ناروغۍ پخلی شوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر په ۱۴مه دوکټر کنټرول او د مليریا د کنټرول صوبايي ادارې په خپل مياشتني رپورټ کې ويلي چې په صوبه کې د ډينګۍ ناروغۍ د تبې په شک کې د ۴۶۱ کسانو ټيستونه یا معاینې شوي چې پکې په ۶۶ کسانو کې د دې ناروغۍ پخلی شوی دی.

په دې رپورټ‌ کې راغلي چې په صوبه کې د اکتوبر په میاشت کې له ډينګي ناروغۍ د اغیزمنو شمیره ۴۵ وه خو په روانه میاشت کې ۲۱ نورو کسانو کې د دې ناروغۍ پخلی شوی دی.

په حيات اباد ميډيکل کمپليکس کې د ډينګې د ناروغانو په وارډ کې ډاکټر سلمان خان مشال راډیو ته وویل، "د ډينګي ناروغي په خاصه توګه د ماشو د چيچلو نه خوريږي نو چې په کومو ځايونو کې د ماشو نشونما کيږي نو دغو ځايونو سره نيږدې خلک دې ناروغۍ نه اغیز من کيدای شي."

نوموړي وویل، "په کومو ځايونو کې چې خرابې اوبه ولاړې وي دغه ځايونه د دې ناروغۍ د خوريدو سبب جوړيږي نو د ځان د بچ کولو لپاره پکار ده چې دغه ځایونونو نه خرابې اوبه لرې کړل شي او بله دا چې په کومو سیمو کې د دې ناروغۍ نه د اغیز منو کسانو شمیره زیاته وي نو هغه ځایونو کې د دې ماشو لاروه او یا جاله ختمول ضروري وي او صحت منده کسانو له پکار ده چې په بدن څه لوشن لګوي او د ملاستې پر وخت جالۍ استمعالوي."

د وکټر او مليریا کنټرول د پروګرام صوبايي ادارې په خپل میاشتني رپورټ کې زیاته کړې چې سږکال په ټوله صوبه کې د ډينګي ناروغۍ نه څوک مړه شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG