د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني چارواکيو د ډينګي ناروغانو د لا زياتېدو وېره ښودلې


د پېښور حيات اباد هسپتال کې د ډينګي ناروغه (ارشېف عکس)
د پېښور حيات اباد هسپتال کې د ډينګي ناروغه (ارشېف عکس)

د پاکستان چاوراکیو په راتلونکې يوه اوونۍ کې د ډينګي ناروغانو د شمېر زياتېدو وېره ښودلې ده.

د روغتيايې خدماتو، انتظام او همغږۍ په چارو کې د پاکستاني وزيراعظم ځانګړي سلاکار ډاکټر ظفر مرزا د ډينګي ناروغۍ په اړه د سېپټمبر پر ۲۲ مه نېټه په اسلام اباد کې ځانګړې خبرې غونډه وکړه.

نوموړي وويل چې تر اوسه پورې په ټول پاکستان کې د ډينګۍ ۱۰،۰۰۰ ناروغان دي چې درملنه يې روانه ده.

موږ تمه کوو چې په راتلونکو څو ورځو کې د ناروغانو شمېر تر زياتېدو وروسته به ورو ورو په کمېدو شي او د روانې مياشتې تر اخره پورې به پر دې ناروغي قابو و موندو
ډاکټر ظفر مرزا

د هغه په وينا په پنجاب کې ۲۳۶۳، په سيند کې ۲۲۵۸ ، په خېبر پښتونخوا کې ۱۸۱۴ او په بلوچستان کې ۱۷۷۲ ناروغاندي.

هغه ويره و ښودله چې په راتلونکې يوه اووني کې ښايي د ډينګي ناروغانو شمېر لا زيات شي.

نوموړي زياته کړه،

"د ډينګي ناروغۍ د خورېدو د مخنيوي لپاره اقدامات کوو. موږ تمه کوو چې په راتلونکو څو ورځو کې د ناروغانو شمېر تر زياتېدو وروسته به ورو ورو په کمېدو شي او د روانې مياشتې تر اخره پورې به پر دې ناروغي قابو و موندو."

ډاکټر ظفر مرزا زياته کړه چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ډينګي ناروغانو شمېر ناڅاپه زيات شویچې پکې زياتره ناروغان د پنجاب په پوټوهار سيمه کې رپورټ شوي دي.

ډاکټر ظفر مرزا د هغو اقداماتو ذکر وکړ چې د نوموړي په وينا حکومت ددې ناروغۍ مخنيوي لپاره اخيستي دي.

دده په خبره د اسلام اباد له شخصي هسپتالونو سره يې خبره کړې او هغو ورته د زر بسترو مفت ورکولو وړاندېز کړی دی.

ددې ترڅنګ دده په خبره حکومت د ډينګي ناروغۍ په اړه دوه ټيليفون تمپرونه يا هاټ لاين هم جوړ کړي چې خلک ورته زنګ ووهي او د ناروغۍ په اړه مالومات ترلاسه کړي..

د ډاکټر ظفر مرزار په خبره، حکومت په اسلام اباد د ډينګي کنټرول اپريشنل سېنټر هم جوړ کړی چې پکې به هره ورځ د هېواد په کچه ددې ناروغۍ جاج اخیستل کېږي.

XS
SM
MD
LG