د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د ډینګي ناروغۍ مخنیوی څنګه کوي؟


په پېښور کې د ډینګي ناروغ
په پېښور کې د ډینګي ناروغ

پراګ - د خیبر پښتونخوا د صحت محکمه وايي چې ډینګي تبې تر ټولو زیات د پېښور ضلع متاثره کړې ده. دا خبره د صحت صوبايي محکمې د ډينګي ناروغۍ لپاره ویاند ډاکټر عبدلقدوس د سپټمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وکړه.

نوموړي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي چې په خيبر پښتونخوا کې ۲۵۰۲ کسان د ډينګي تبې وهلي دي.

اوس پوښتنه دا ده چې په خیبر پښتونخوا کې ورځ په ورځ د ناروغانو شميره زیاتيږي نو آیا حکومت يې د مخنيوي لپاره څه ګامونه اخلي او که نه؟

ډاکټر عبدلقدوس وویل ،"په کورونو دننه او باهر د آګاهۍ مهم روان دی ، په ټولو روغتونونو کې د دې ناروغانو لپاره ځانګړي وارډونه جوړ کړل شوي دي ، په ولس کې مچر دانۍ یا پشه خانۍ هم ويشل شوې دي ، په زیاتو ځپل شوو سیمو کې سهر او ماښام دوايي پاشل کيږي ، په کورونو کې هم د دوايي د پاشلو کار روان دی ، په حجرو کې هم د آګاهۍ مهم روان دی او اوس مو په جوماتونو او د جمعې خطبو کې هم د دې د آګاهۍ اعلانونه شروع کړي دي".

د عبدالقدوس په خبره دا مهال يوازې په پیښور کې تر ۱۴۰۰ زیات کسان ناروغه شوي دي ، چې پکې زیاتره د شيخ محمدي ، ماشوخيلو ، سر بند ، اچيني بالا ، او سپينه وړۍ کليو دي.

د سپینې وړۍ يو کس نادر خان د ډينګۍ ناروغۍ د مخنيوي په اړه د حکومتي ګامونو په اړه مشال راډیو ته وویل ،" نه – کور په کور خو څوک نه ګرځي او نه موږ ليدلي دي ، نه مو څوک حکومتي نماينده ليدلی دی ، نه مو کومه د صحت د محمکې د کارکوونکو ډله ليدلې ده ، دلته په کلي کې په خپل مټ ولس لګيا دی کله ميډیکل کيمپونه لګوي او کله په حجرو جماعتونو کې د دې په اړه خبرې کېږي ، د بلدياتي ادارو پخواني نمايدګان هفته په هفته سپرې کوي ، د تيرو کلونو د آګاهۍ پروګرام نه خبر يو هم هغه اوس هم خلکو ته د کلي مشران وايي خو کوم سرکاري نمايده نه دی راغلی".

په پیښور کې د مشرق ټيليويژن د خبرونو د څانګې مشر محمود جان بابر وايي ، دا مهال د صحت د محکمې د چارواکو ټوله توجو د ولس او رسنيو په هغو دعووو رد کولو مرکوزه ده چې وايي ډينګي ورځ په ورځ زیاتيږي.

ده وویل چې ولس او رسنۍ چغې وهي خو د تحریک انصاف موجوده حکومت دا نه مني.

"دوه کاله مخکې چې کله په پیښور کې د ډينګې ناروغۍ وبايي صورتحال اختيار کړ نو د صحت صوبايي محکمې اعلان کړی وو چې هر کال به د اکتوبر د میاشت نه تر مارچ میاشتې د آګاهۍ مهم چلوي ، هغه مهم دوه درې ورځې وچليدو خو بیا چا ونه کتو."

د ډينګي د ناروغۍ لپاره د ویاند ډاکټر عبدلقدوس په خبره تر دا مهال دې ناروغۍ هيڅ څوک نه دي وژلي ، خو زیاتوي چې اوس د ضم شوو ضلعو باجوړ او خيبر نه هم د ډينګې لسګونه ناروغان راپور شوي دي

XS
SM
MD
LG