ملګري ملتونه: د قبایلي سيمو خلک بانکونو او مالیاتي ادارو ته کم لاسرسی لري

د ارشیف انځور

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) په یو راپور کې ویلي چې په پاکستان کې د ضم شویو قبایلي ضلعو خلک، رسمي مالیاتي ادارو او بانکونو ته تر ټولو کم لاس رسی لري.

د اکتوبر پر ۲۸مه، په خپور شوي دغه راپور کې ویل شوي، دا مهال په اوو قبایلي ضلعو کې پاکستاني بانکونه یوازې ۸۱ څانګې لري چې د ټولې صوبې د مالیاتي ادارو پنځه فیصده جوړوي. راپور وايي، په قبایلي ضلعو کې د رسمي مالیاتي ادارو او بینکونو د کمبوت او نیشتوالي له وجې د خلکو روزګار او اقتصادي پرمختګ اغېزمن کېږي.

دا هم وګورئ: د باجوړ تاڼه کې د ښځو او ماشومانو لپاره ځانګړې څانګه پرانیستل شوه

د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر د صنعت او تجارت سلاکار عبدالکریم خان د اکتوبر پر ۲۹مه له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د یو اېن ډي پي د راپور سره اتفاق وکړ خو ویې ویل چې په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د رسمي ریکارډ د نیشتوالي له کبله حکومتي بانکونه او مالیاتي ادارې د یادو سیمو خلکو ته د کاروبار لپاره له پورونو ورکولو ډډه کوي.

نوموړی وايي: "د هغوی خبره سمه ده خو اوس بانکونه لګیا دي او د دې لپاره څه لاره راوباسي. بانکونه چې کله قرضې ورکوي نو د ځمکو ضمانتونه غواړي خو دا چې په هغو ضلعو کې اوس د پټوار نظام جوړېږي او تر اوسه د ځمکو ریکارډ نه دی موجود نو بانکونه په کوم ضمانت خلکو ته قرضې ورکړي؟ یو تجویز دا دی چې د دغو قرضو لپاره د ضلعي کمېشنر منظوري لازمي کړو نو موږ لګیا یو یوه لاره ورته جوړوو."

دا هم وګورئ: ''په پوځي عملیاتو کې د باړې او تیرا ویجاړ کورونه او دوکانونه دې ورغول شي''

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) وايي، په قبایلي ضلعو کې ولسونه په شخصي توګه د پورونو اخېستو ته لېواله دي، هغوی له پرایویټ کاروباري ادارو او د خپلو خپلوانو نه پورونه غواړي.
راپور لیکي، د ۲۰۲۰ کال تر دسمبره پورې خلکو له کاروباري ادارو او خپلو خپلوانو نه ۵۹۴ اربه روپۍ پور کړې وې چې د بانکونو نه د اخېستل شویو پورونو دوه برابره پیسې جوړېږي.

د اخوت فاونډیشن په نوم د یوې غیر دولتي ادارې د قبایلي ضلعو مشر محسن حفیظ وايي، هغوی له تېرو پنځو کلونو نه په قبایلي ضلعو کې خلکو ته پورونه ورکوي او د پیسو د بیرته ترلاسه کولو کچه یې سل سلنه ده. هغه وايي:

"موږ له ۲۰۱۶ کال نه په قبایلي ضلعو کې خلکو ته پورونه ورکوو. تر دې مهاله مو څه کم یو لاک خلکو ته پورونه ورکړي چې ۳۰۰۰ پکې مېرمنې هم دي. د دغو پورونو ټول حجم درې اربه او ۵۰ کروړه روپۍ دی."

نوموړی وايي، په تیرو پنځو کلونو کې یې بیرته د قرضو پوره پوره وصولي کړې ده او داسې یو کس هم نشته چې هغوی ته یې پور نه وي واپس کړی.

دا هم وګورئ: د خیبر پښتونخوا حکومت ځوانانو ته د پورونو ورکولو پروګرام پیلوي

د پاکستان د صنعت او پیداوار د وزارت د وړو کاروبارونو د پرمختګ ادارې سمېډا د قبایلي سیمو مشر ظاهر خان اپریدی وايي، په قبایلي سیمو کې جنګونو او عملیاتونو بازارونه او کاروباري مرکزونه نړولي او خلک د هغو د بحالۍ لپاره د پورونو اخېستو ته اړ کېږي. نوموړی وايي، هغوی ته له حده زیات درخواستونه ورسپارل شوي چې ټولو کسانو ته د پورونو ورکول د هغوی له وس نه پورته خبره ده، ځکه چې د هغوی سره دومره پیسې نشته.

هغه وايي، د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۷ کلونو په منځ کې یې د ۴۰۰ نه زیاتو وړو کاروباري ادارو سره مرسته کړې ده او چې په ۲۰۱۷ کال کې نړیوال بانک له هغو سره مرسته وکړه نو ۶۰۰ نه زیاتو نورو کاروباري ادارو سره یې هم مرسته وکړه.

د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر د صنعت او تجارت سلاکار عبدالکریم خان وايي په قبایلي ضلعو کې که نور بانکونه څانګې نه پرانېزي خو حکومت سرکاري بینک خیبر ته سپارښتنه کړې چې په قبایلي ضلعو کې دې نورې څانګې هم پرانېزي او خلکو ته دې کاروبارونو لپاره پورونه ورکړي.

نوموړی زیاتوي چې په قبایلي ضلعو کې د بې روزګارۍ د کمولو او د اقتصادي پرمختګ لپاره یې کامیاب جوان، انصاف روزګار او د مایکرو فاینانسېنګ په نوم پروژې هم دوام لري.