د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت ځوانانو ته د پورونو ورکولو پروګرام پیلوي


حکومتي چارواکي وايي، دا د خېبر پښتونخوا حکومت د کلني ترقیاتي پروګرام یوه برخه ده او څلور اربه روپۍ ورته مختص کړل شوي دي.
حکومتي چارواکي وايي، دا د خېبر پښتونخوا حکومت د کلني ترقیاتي پروګرام یوه برخه ده او څلور اربه روپۍ ورته مختص کړل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، ځوانانو ته د نویو کاروبارونو پیلولو لپاره بغیر له سوده د پورونو ورکولو پروګرام منظوري ورکړی.

د سېپټېمبر پر ۲۸مه د صنعت او تجارت صوبايي وزیر عبد الکریم خان مشال راډیو ته وويل چې د دې لپاره څلور اربه روپۍ ځانګړې شوې دي.

نوموړی وايي، دا د خېبر پښتونخوا حکومت د کلني ترقیاتي پروګرام یوه برخه ده او څلور اربه روپۍ ورته مختص کړل شوي دي.

دی زیاتوي، دا پورونه به د صوبې ځوانانو د چارو ادارې له لارې ورکړل کېږي چې پور اخېستوونکي به د یادې ادارې په ويبپاڼه د دې پور لپاره درخواستونه جمع کوي.

بغیر له سوده د دې پورونو ورکولو د پروګرام منظوري سږکال د مارچ میاشتې پر ۳۰مه په هغه غونډه کې ورکړل شوې وه چې د صوبې د چیف سېکرېټري شکیل قادر په مشرۍ کې شوې وه او پکې د خیبر بانک چارواکو او د ځوانانو چارو د وزارت صوبايي سېکرېټري عابد مجید هم ګډون درلودو.

د سېپټېمبر پر ۲۸مه د ځوانانو چارو د وزارت سیکټري عابد مجید وويل چې له دې پورونو سره به ۳،۵۰۰ نوي کاروبارونه پیل شي او څه باندې ۱۰۵۰۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

نوموړی زیاتوي، له کابينې او نورو اړونده مالیاتي او انتظامي ادارو څخه مو د دې پروګرام منظوري واخېسته په دې کې ۱.۸ اربه روپۍ د قبایلي ضلعو ځوانانو لپاره مختص دي او باقي دوه اربه روپۍ د نورې صوبې لپاره دي.

دی وايي، په دې کې ۲۵ فيصدي قرضې نجونو، اقلیتونو، معذورانو او نرښځیانو لپاره مختص دي د عمر حد پکې ۳۵ کاله دی او دا به د (بانک اف خيبر) له لارې ورکول کېږي.

په دې اړه دا اړوند راپورونه هم وګورئ

خيبر پښتونخوا حکومت په کلني بجټ کې د قبايلي سيمو لپاره ۱۹۹ اربه روپۍ ايښي

پاکستان له نړیوالو پورونو څخه د خلاصېدو او د اقتصاد ښه کولو لپاره څه کوي؟

پاکستان: د 'کامیاب جوان پروګرام' له لارې د پورونو ورکولو بل پړاو پیل شو

پاکستان د نړیوالو مالیاتي ادارو پورونه او مرستې چېرته لګوي؟

البته عابد مجید دا هم وویل، په دې پورونو سود نه شته او بله ښه خبره دا ده چې (بانک اېف خيبر) به پور اخېستوونکي ته د کاروبار پیلولو لپاره روزنه هم ورکوي.

د باړې ودود اپرېدی وايي، په انګریزۍ ادب کې د لوړو زده کړو ترڅنګ د خپل یو روان سکول معیار ښه کول غواړي خو د ده په خبره د دې پورونو شرطونه ډېر سخت وي.

دی وايي:"ما يوې غیر دولتي ادارې (اخوت فاونديشن) او بیا له پاکستاني مسلم کمرشل بانک څخه مې د پورونو اخېستو لپاره درخواست ورکړی وو خو د (اخوت فاوندیشن) دا شرط وو چې د درېوو هغو کسانو ډله جوړه کړه چې رشته دار نه وي او د بانک دا شرط وو چې يو داسې سرکاري ملازم به د ضمانت په توګه راکوي چې د پور قسط د نه ادا کولو په صورت کې به له خپلې تنخا څخه د هغه قسط ادا کولو ذمه وار وي، ما ته پينځه لکه روپۍ پور پکار وو خو دا شرطونه مې پوره نه کړل شول."

خو د ځوانانو چارو د وزارت سېکرېټري عابد مجيد بیا وايي، د دې پورونو د ضمانت شرطونه ډېر اسان دي.

نوموړی زیاتوي، موږ د دې پورونو لپاره د يو ۱۶ ګريډ د سرکاري افسر شخصي ضمانت شرط ایښی دی، د جايداد یا کور د ګاڼه کولو شرط پکې نه شته ځکه چې که له يو ځوان سره کور او جايداد وي نو د هغه بیا پور ته څه ضرورت وي، نو دا یو نامناسب شرط وو.

د عابد مجيد په خبره وزیر اعلا محمود خان ته د دې پروګرام د يو حتمي پلان د وړاندې کولو وروسته به په راتلوونکې میاشت کې ځوانانو ته د پورونو ورکولو بهير پیل شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG