د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ تاڼه کې د ښځو او ماشومانو لپاره ځانګړې څانګه پرانیستل شوه


ښځينه پولیس انسپېکټره شهزادي ګېلاني د اېبټ اباد تاڼه کې له خپلو کارمندانو سره خبرې کوي. ۲۰۱۳ز کال، ۱۸م ډیسېمبر
ښځينه پولیس انسپېکټره شهزادي ګېلاني د اېبټ اباد تاڼه کې له خپلو کارمندانو سره خبرې کوي. ۲۰۱۳ز کال، ۱۸م ډیسېمبر

د خیبر پښتونخوا د باجوړ پولیسو د ښځو او ماشومانو لپاره لومړنی ځانګړې څانګه پرانیستلې چې پکې سیمې ښځي پر دوی د کېدونکي کورني تشدد، جنسي تېریو او جبري مشقت ښکار کېدو پرضد رپورټونه درجولای شي.

د باجوړ د پولیسو ویاند سلیمان خان لخوا رسینو ته د اکتوبر پر څلورمه د جاري شوي یوه خبر تر مخې د پولیس صنفي تحفظ یونټ به شپه او ورځ فعال وي او په دغه یونټ کې به روزلی پولیس کار کوي.

په قبايلي ضلعو کې تر دې وړاندې سږ کال د مې په میاشت کې په پاړه چنار کې هم داسې مرکز جوړ شوی چې په قبایلي ضلعو کې لومړنی هغه دی.

د داسې څانګو یا مرکزونو جوړولو لپاره په ۲۰۱۴ز کال د اپرېل پر ۲۱مه وزیر اعلا پروېز خټک ویلي ول چې د صوبې په ۵۰۰ تاڼو کې به یې پرانیزي، خو هغه وخت فاټا ختمه نه وه نو موجوده وخت کې د دغه تاڼو شمېره له ۵۰۰ څخه زیاته شوې ده.
په پاکستان کې د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې ترمخه د خیبر پښتونخوا صوبې ابادي تر درې نیم کروړه زیاته او د قبایلي ضلعو ابادي تر ۵۰ لکو اوښتې ده.

د پاکستان شماریاتو ادارې لخوا د دوی په ویبپاڼه لیکل شوي چې د خیبر پښتونخوا په دغه ابادۍ کې ۴۹ فیصدي ښځې او ۴۹ فیصدي نارینه دي.

په خیبر پښتونخوا کې د بلیو وینز په نوم د نادولتي تنظیم صوبايي کوآرډینیټر او د بشري حقونو د تحفظ لپاره کارکونکی قمر نسیم د ښځو شکایت اخیستلو لپاره د ځانګړې څانګې پرانیستل ډېر ښه ګام وباله او په وینا یې چې له دې سره به د ښځو او ماشومانو پرضد د تشدد پېښو کې مخنیوی وشي.

قمر نسیم زیاته کړه د ۲۰۰۶ز کال څخه ښځو لپاره ځینې ځانګړې څانګې جوړې شوې دي خو په مکمله ډول عملي شوي نه دي.

په یوه سروې کې راغلي چې ۵۳ فیصده ښځې له خپلو مېړونو څخه وهل ټکول خوري او تشدد ورباندې کېږي خو په قبایلي سیمو کې یې کچه ۶۶ فیصدو ته رسېږي او په دې کې د تشدد نور قسمونه لا هم نه دي شامل.

هم دا شان د ماشومانو د کم عمرۍ د وادونو شرح په خیبر پښتونخوا صوبه کې له نورو صوبو څخه زیاته ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG