د پاکستان کابینې ډویژن د مارچ په دېرشمه خپاره کړي نوټیفیکېشن ترمخه د عبدالحفیظ شیخ پر ځای حماد اظهر د خزانې وفاقي وزیر ټاکل شوی.
په ۲۰۱۸ کالې راغلي د پاکستان تحریک انصاف حکومت کې دا دوهم ځل دی چې د خزانې وزیر بدلېږي. تر دې مخکې اسد عمر له دې دندې ليری شوی وو.
دا هم وګورئ: 'د خوراکي توکیو نرخونه میاشت کې دننه ۱۵ واره اوړي'اپوزیشن ګوندونه د دې وجه د حکومت ناکامې اقتصادي پالیسيانې بولي. د عوامي نېشنل ګوند مرستیال مشر امیر حېدر خان هوتي د مارچ په ۳۰مه مشال راډيو ته وويل له دې معلومېږي چې د تحريک انصاف حکومت سم نه دی روان. ((د اسد عمر د ليري کولو یا حفیظ شېخ ليري کولو سره عمران خان کوښښ کوي دا ثابته کړي چې د دې خلکو د نااهلۍ په وجه معیشت خراب شو خو زه فکر کوم چې د خراب اقتصادي حالت زمه اصل ذمه وار پخپله وزیراعظم او د هغه پالیسيانې دي.))
د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف حکومت چارواکي د اقتصاد د خرابوالي پړه پر تېرو حکومتونو اچوي. دوی د حفیظ شېخ په اړه هم ضد و نقیص خبرې کړې دي. د اطلاعاتو وفاقي وزیر شبلي فراز د مارچ په ۲۹مه، په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې وزیراعظم د شېخ له کاره مطمين نه وو نو ځکه یې له دندې ليري کړ خو وروسته هغه بيا په يو ټویټ کې د شېخ کار وستايه او وې وليکل چې د ډيرو مشکلاتو په وخت یې د هېواد اقتصادي ښې خوا ته بوت.
حفیظ شیخ صاحب نہایت نفیس اور محنتی انسان ہیں۔انہوں نے بطور مشیر خزانہ حکومتی امور تندہی اور قومی جذبے سے انجام دیے۔مشکل حالات کے باوجود انہوں نے ملک کی معاشی بہتری میں حصہ ڈالا۔ انکی کاوشوں کو قدر کی نگاہ سے دیکھتے ہیں۔
— Senator Shibli Faraz (@shiblifaraz) March 29, 2021
په اسلا اباد کي په اقتصادي چارو نظر لرونکی خبریال مبارک زېب وايياپوزیشن او حکومت دواړو حفیظ شېخ د خپل سياست لپاره کارولی. (( زما په خيال د حزب اختلاف د فشار په وجه وزیر اعظم عمران خان دا ګام پورته کړ او حفیظ شېخ یې د قربانۍ د ګډوري په توګه استعمال کړ. زما په خیال داسې نه وه پکار ځکه چې ګرانۍ کنټرول کول د وفاقي حکومت او د صوبايي حکومتونو د اېډمینسټرېشن افسرانو ذمه واري ده او په دې کي د خزانې د وزیر څه ډېر رول نه وي))
دا هم وګورئ:
څېړنه: ۲۰۲۰ کال کې د کورونا باوجود بهرمېشتو پاکستانیانو زیاتې پیسې وطن ته استوليشنونکي وايي پاکستان د مامورینو د معاشونو لوړولو لپاره پیسې نه لريپاکستان یو نیم ارب ډالره پور اخليحفیظ شيخ د پارليمان غړی نه دی. په پاکستان کې د قانون له مخې بايد د خزانې وزیر د پارليمان غړی وي. هغه د مارچ په مياشت کې شوي د سېنيټ ټاکنو لپاره هم امېدوار وو خو بریالی نه شو. په قانوني لحاظ غیر منتخب کس له شپږو مياشتو څخه زیاته موده د وزیراعظم د خصوصي مرستیال يا د وزیر هومره واک لرونکي مشیر په توګه تر شپږو مياشتو زیات وخت لپاره کار نه شې کولی.
دا مهال د پاکستان په وفاقي کابینه کي د وزیر اعظم پنځه سلاکاران او لس نور خصوصي مرستیالان داسي دي چې د پارلیمان منتخب شوي غړي نه دي. په دوی کې ځينې یې د وزیرانو هومره واکونه نه لري خو هغوی ته چې دا اختیار ورکړل شوی، د پاکستاني رسنيوو ترمخه پر حکومت فشار دی چې له دندو یې ليري کړي.