د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوسف رضا ګیلاني د پاکستان سېنېټ چېرمېن لپاره د پي ډي اېم متفقه امېدوار


سید یوسف رضا ګیلاني
سید یوسف رضا ګیلاني

د اپوزیشن ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري تحریک د سېنېټ چېرمېن لپاره خپل متفقه امېدوار سید یوسف رضاګیلاني وټاکلی.

دا په داسې حال کې ده چې حکومتي ګوند الېکشن کمېشن ته په ورکړي درخواست کې تور پورې کړی چې د یوسف رضاګیلاني د سېنېټر په توګه د کامیابۍ نوټيفيکشن دې ایسار کړي ځکه چې نوموړي د سېنېټ په انتخاباتو کې پیسې چلولې دي. انتخاباتو کمېشن به نن د ګیلاني پرضد د دایر کیس اورېدنه کوي.

د یادونې ده د روانې میاشتې په درېیمه په دې هېواد کې د سېنېټ انتخابات شوي او د مارچ په دولسمه به د سېنېټ چېرمېن او ډپټي چېرمېن ټاکل کېږي.

د مارچ پر اتمه د درخواست ورکولو روستو د پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي فرخ حبیب د الېکشن کمېشن مخې ته رسنیو سره خبرو کې له الېکشن کمېشنه غوښتني ول چې د دوی پر دایر کړي درخواست دې ژر تر ژره اورېدنه وکړي.

بل پلو یوسف رضا ګیلاني دا تورونه رد کړي او وايي د دوي ټاکنې پاکې او او رڼې شوي دي.

دا له هغه وروسته ده چې د مارچ پر درېیمه نېټه په دې هېواد کې د ۳۷ سېېټرانو لپاره انتخابات شوي او د پنجاب صوبې ۱۱ سېنېټران بې له مقابلې منتخب شوي ول.

په دې انتخاباتو کې د اسلام اباد په عمومي چوکۍ باندې د حکومت د امیداوار ډاکټرعبدالحفیظ شیخ په مقابله کې د اپوزیشن ګوندونو امیدوار سید یوسف رضا ګیلاني وګټله.

د مارچ پراتمه په اسلام آباد کې د اپوزیشن ګوندونو د اتحاد پاکستان جمهوري تحریک غونډه کې پرېکړه شوې چې د مارچ په ۲۶مه به ارو مرو د حکومت ضد لانګ مارچ کېږي او له ټول پاکستانه به په دغه نېټه قافلې روانېږي او د مارچ په دېرشمه به اسلام اباد ته رسي او هلته به کومه کړن لاره وي دا فېصله به د مارچ په نیماني کې په یوه غونډه کې کوي.

د سرمشریزې له غونډې روستو خبري کانفرنس کې د پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان د بلاول بوټو او مریم نواز سره په ګډه خبري کنفرانس کې وویل: ''په سېنېټ انتخاباتو کې تر بریا وروسته دوی ټولو اپوزیشن ګوندونو په متفقه توګه یوسف رضا ګیلاني د سېنېټ د چېرمېن لپاره کاندید ټاکلی دی.''

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پریولسمه به نوي منتخب شوي سېنېټران لوړه کوي او بیا د مارچ په دولسمه به د سېنېټ چېرمین او مرستیال چېرمېن ټاکل کېږي.

XS
SM
MD
LG