د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د بلوچستان د رېکوډېک کانونو پروژې لپاره ۱.۲۵ اربه ډالر منظور کړي


په بلوچستان کې د رېکوډېک د سرو زرو او مسو د کانونو سیمه. انځور له ارشیفه.
په بلوچستان کې د رېکوډېک د سرو زرو او مسو د کانونو سیمه. انځور له ارشیفه.

په اسلام اباد کې د امريکا ناظم الاموره يا شارژدافېیره وايي، هېواد يې د بلوچستان د رېکوډېک (رکوډک) د سرو زور او مسو د کانونو په پروژه کې د پانګونې او مالي ملاتړ لپاره ۱.۲۵ اربه (مېلیارده) ډالر منظور کړي دي.

نیټلي بېکر د ډېسېمبر پر ۱۰مه پر اېکس پاڼه (پخوانی ټوېټر) په ویډیويي بیان کې ويلي چې دا پیسې په وروستیو کې د امريکا د صاداراتو او وارداتو دولتي بانک منظورې کړې دي چې د دوه اربه ډالره په ارزښت به داسې ماشينونو او خدماتو رسولو ته لار برابره کړي چې د رېکوډېک پروژې د معدنونو ایستلو لپاره ډېر ګټور دي.

هغې زیاته کړه چې دا پانګونه به په امريکا کې "۶،۰۰۰ او په بلوچستان کې ۷،۵۰۰ کسان په روزګار" کړي.

د رېکوډېک کانونه د بلوچستان په چاغي کې دي. د پاکستان حکومت په ۲۰۲۲ز کال کې له يوې کاناډايي کمپنۍ سره له هغو کانونو څخه د اته اربه ډالرو په ارزښت د سرو زرو او مسو د ایستلو تړون کړی وو، خو ځايي بلوڅ ملتپاله ګوندونو او د بلوڅانو یووالي یا یکجهتي کمېټۍ پر هغه موافقه اعتراض او پرضد یې مظاهرې کړې دي.

هغوی وايي چې د پاکستان وفاقي حکومت بايد له بهرنيو سره د صوبې د وسايلو په اړه سودا و نه کړي. خو حکومت دعوه کوي چې په دې پروژه کې نړيواله پانګونه به د ځايي خلکو اقتصاد ښه کړي.

XS
SM
MD
LG