د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت رکوډک پروژه بیا پیلوي


ریکوډک
ریکوډک

د بلوچستان حکومت وايي چې د دغه صوبې د سرو او سپینو زرو پروژه ریکوډک به ډېر ژر بیا کار پیل کړي. د دې مقصد لپاره د چین په ګډون د ځینو نورو هېوادونو د معدنیاتو کمپنیانو سره خبرې روانې دي.

د صوبايي حکومت ویاند لیاقت شاهواني له مشال راډیو سره په خبرو د ریکوډک پروژې بندولو زمه داري پر تېرو حکومتونو واچوله.

شاهوانی وايي، ریکوډک د نړۍ د سرو او سپینو زرو یوه لویه زېرمه ده. او د بلوچستان حکومت یې د را-اېستلو لپاره چمتو دی. پر دې به ژر کار پیل شي.

خو د حزب اختلاف له لوري پر حکومت د نیوکو لړۍ لاهم روانه ده او وايي چې د ریکوډک پروژې په پرانستلو کې یې د پاکستان او خاصکار د بلوچستان ګټې په پام کې نه دي نیولي.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د بلوچستان نیشنل ګوند پارلیماني مشر ثناء بلوڅ وايي، د سلګونه میلیاردو ډالرو پروژه یې په لږ پیسو و بهرنیو کمپنیانو ته ورکړې وه.

د ثنا بلوڅ په خبره دا له ۴۰۰ څخه تر ۶۰۰ اربو ډالرو پروژه ده خو په ریکوډک کې یې یو کمپنۍ ته په سلګونه ایکړه مځکه ورکړې او د یوه ایکړ ځمکې قیمت یې یوازي ۱۶۰ روپۍ ټاکلی وو.

د نوموړي په وینا چې له بد مرغه د بلوچستان حکومت اوس هم سنجیده نه دي که څه هم موژ په اسمبلۍ کې د ریکوډک په اړهقرار داد راوړی وو چې موخه یې پر دې سنجیدګي ښودل او نړيوالو کمپنیانو ته د کار کولو بلنه وه.

بلخوا ته د پروژې له بندېدو ډېر خلک بې روزګار شوي دي. د ایران و پولې ته نزدې د بلوچستان په لوېدیځ نوکنډي کې ځنو کسانو ویلي دي له کله راهیسې چې د ریکوډک پروژه تړل شوې ده، د دوی په سیمه کې نېږدې ۴۰۰ کسان بې روزګاره شوي او مالي ستونزې ډېرې شوې دي.

دوی هم د دغه پروژې د بیا پیلولو غوښتنه کوي.

د یادونې ده چې د سږني کال په جولای کې یوه نړيوال عدالت د ریکوډک پروژه باندې پر پښېمانۍ د بلوچستان حکومت نزدې ۶ ملیارده ډالر جرمانه کړی وو.

د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف د حکومت په وخت کې و ټیتیان کمپنۍ ته د بلوچستان، چاغي په سیمه ریکوډک کې د سرو او سپینو زرو د را-اېستلو لایسنس ورکړل شوی وو.

کله چي په ۲۰۱۱ کال کې د فېبرورۍ په میاشت کې ټیتیان کمپنۍ د کار پیلولو اجازه وغوښتله نو د بلوچستان حکومت ورنکړه.

د ۲۰۱۲ کال په جنورۍ کې ټیتیان کمپنۍ د پاکستان په ستره محکمه (سپریم کورټ) کې درخواست وکړ چې یو کال وروسته رد کړل شو او پرېکړه د بلوچستان حکومت په حق کې وشوه. ټیتیان کمپنۍ خپله عریضه په ۲۰۱۷ کال د نړيوال بانک یوه عدالت ته یووړه. دغه عدالت د روان کال په جولای کې پر پاکستان څه کم ۶ ارب ډالرجرمانه ولګوله چې د بلوچستان حکومت به یې پرې کوي.

XS
SM
MD
LG